دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال جدي  میاشتې(23)نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د شیخ زاید پوهنتون د دولتي برق د وصل لپاره د ترانسفارمر، پایو، کیبل او نورو تجهیزاتو  پ

szu_admin
321

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال جدي  میاشتې(23)نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د شیخ زاید پوهنتون د دولتي برق د وصل لپاره د ترانسفارمر، پایو، کیبل او نورو تجهیزاتو  پروژې شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو آمریت  څخه، چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري،  تر لاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د همدې میاشتې (24)نیټې  د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.

ناوخت رسیده او انټرنيټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین  د شرطپاڼې مطابق د بانک ګرانټي په ډول اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د جدي(مرغومي) میاشتې په (24)نیټه د غرمې مخکې 10:10 بجې د مالي اداري چارو معاونیت کې چې ریاست مقام ودانۍ لومړي پوړ کې موقعیت لري،  دایریږي.

 

په درنښت

 

 

 

شیخ الحدیث مسلمین راشد

د شیخ زاید پوهنتون رئیس

 

ورستی خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۲۸
Background image

خبرتيا!

د شيخ زايد پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي (سياسي علوم او نړيوالو اړيکو) کادري بست کانديدانو څخه هيله کيږي، چې سبا ورځ سه شنبه، چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال عقرب مياشتې له لومړۍ نېټې سره سمون . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۵:۵۶
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۰:۶
Background image

خبرتيا!

شيخ زايد پوهنتون د دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټري او ليسانس په کچه علمي کادر ته اړتيا لري.

Back to announcements