د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو لپاره ازموینه واخيستل شوه.
د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنيفه رحمه الله غونډو په تالار کې د دې پوهنتون د بېلا بېلو څانګو مهندسي، تخنیکي علومو، عامه اړيکو، عمومي داخله، صغيره جراحي، عمومي جراحي، کرنيز اقتصاد او کرنيزې سوداګرۍ خالي کادري بستونو له نوماندانو څخه د خپل مسلک اړوند ازموينه واخيستل شوه.
په دې اړه په را بلل شويو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل نورالله حسين خېل د ازموینې ګډونوالو ته د هر ډول شفافيت ډاډ ور کړ او زياته یې کړه چې د يادو بستونو لپاره به هغه څوک بريالي وبلل شي چې د ازموینې په جريان کې یې تر نورو زياتې نمرې اخیستې وي.
د يادو کادري بستونو لپاره شاوخوا اويا کسانو ځانونه نوماندان کړي و، چې د تېرې ورځې د بهرنۍ ژبې ازموینې له برياليو نوماندانو څخه نن ورځ د مسلک اړوند ازموينه واخيستل شوه، چې د ازموینې مخکښ کسان به په یادو بستونو کې وګمارل شي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر ۲۱مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د اسد ۱۴مه
۲۰۲۶ م کال د اګست پنځمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

