شیخ زاید پوهنتون کې د افغانستان اساسي قانون اوولسمه کالیزه ونمانځل شوه

szu_admin
Mon, Jan 11 2021 11:17 AM
Asasi Qanon 17th Seminar

نن ورځ د(۱۳۹۹/۱۰/۱۸) د شیخ زاید پوهنتون خان عبدالصمدخان د غونډو په تالار کې د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځغونډې په پار د پوهنتون کارمندانو ته په اساسي قانون د پوهاوي یو ورځینی سمینار وړاندې شو.

راټولیدنې ته د شیخ زاید پوهنتون ریئس پوهنمل حسین ګل اریوبي د اساسي قانون په تدریجي تکأمل او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل؛ چې په مجموع کې اساسي قانون د ټولنې هوسا ژوند تېرولو لپاره رامنځته کیږي او د اولس او حکومت ترمنځ د مناسباتو تامین ضامن دی. ښاغلي اریوبي وویل چې جمهوریت په اساسي قانون ولاړ دی او حکومت د خلکو په غوښتنه رامنځته کیږي او د خلکو د هوساینې لپاره د اساسي قانون له مخې په کار کولو مکلف کېږي.

د غونډې په بله برخه کې د حقوقو اوسیاسي علومو استاد پوهنمل محمد ساقي عادل لخوا په ټولنیز ژوند، جزا قانون، د بیان ازادي، د اتباعو تر منځ مساوات، د اساسي قانون د اسلاميوالي ځانګړتیا او د اسلام او مذهب سره د اساسي قانون اړیکو باندې سمینار وړاندې شو.

Asasi Qanon 17th Seminar szu

استاد عادل د سمینار په یوه برخه کې وویل چې د ټولنیزو او سیاسي علومو پوهان پدې نظر دي، چې انسان هم ټولنیز او هم سیاسي موجود دی ، ځکه چې بیدون د ټولنیز ژوند څخه د نسل تولید نشي کیدای او سیاسي موجود ځکه دی، چې په ټولنه کې پرته د قوانینو ژوند نشي کولی.

ورپسې د شرعیاتو پوهنځي رئیس قاري پوهنمل محمد ولید اسحق زي په خپلو خبرو کې د اسلام اواساسي قانون روابط د ایات او احادثو له نظره ګډونوالوته بیان کړل، چې د ګډونوالو لخوا د دواړو استادانو معلومات د خوښۍ وړ وګرځیدل.

د یادولو وړ ده، چې د اساسي قانون اوونۍ هرکال د ولس مشر د فرمان په اساس د نورو ادارو په څېر په شیخ زاید پوهنتون کې هم نمانځل کیږي.

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS