مرکز صلح

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز: 

(وروستي معلومات)

نيټه: 2019-12-31، (۱۰ /۹ / ۱۳۹۸)

په لسګونو زده کونکواو ځوانانو ته د منازعې دحل  او سولې د ټينګښت په تړاو پريزنټيشن وړاندې شو:

د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز له لوري د لينکن په ښوونيز مرکز کې په لسګونو ځوانانو او زده کونکو ته د منازعې د حل او د سولې د ټينګښت  او د معقولو حل لارو د موندلو په تړاو معلوماتي پريزنټيشن وړاندې شو.

دهمدې ناستې په لومړيو کې د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز مسوول  پوهنيار فاروق جان منګل  په ټوليز ډول د ياد مرکز پر فعاليتونو رڼا واچوله او په دې برخه کې يې د هغو فعاليتونو ، چې د همدې مرکز له لوري په تېره څه موده کړې ترسره شوې دي په تړاو د همدې برنامو ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي منګل وويل، ددوئ هڅه داده ، چې د سولې مرکز فعاليتونه يوازې تر پوهنتون محدود پاتې نشي بلکې د پوهنتون د باندې هم د ټولنې د بېلابېلو اقشارو  لپاره د سولې او منازغې اړوند بېلابېلو پروګرامونه راوبولي.

وروسته د شيخ زايد پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي استاد پوهنيار قدرت الله صديقي د سولې او منازغې په تړاو برابر کړل شوی غني او جامع پريزنټيشن ګډونوالو ته وړاندې کړ.

د پريزينټيشن د ختميدو وروسته د همدې برنامې ګډونوالو د سولې او منازغې په تړاو بېلابېلې پوښتنې مطرح کړې، چې د ښاغلي صديقي صاحب له لوري ورته قناعت بخش ځوابونه ورکړل شول.

احمد الله يو تن له هغو زده کونکو دی ، چې په دې برنامه کې يې برخه اخيستې وه. نوموړی وايي، دوئ په هغه ډول ، چې لازمه وه د منازعې، جنګ، تاوتريخوالي ، سولې او اړوند نورو مسايلو په تړاو نه پوهيدل او داچې اوس يې په تړاو هراړخيز معلومات ترلاسه کړل خوشاله دی.

 دسرچينې په وينا، دا ډول برنامې کولای شي، چې د ټولنې په کچه د بېلابېلو اقشارو په منځ کې د سولې او منازعې په تړاو ريښتيني معلومات خپاره کړي او د عامه اذهانو د تنوير په برخه کې به حياتي او اغيزمن ثابت شي.

 د يادې برنامې ګډونوالو غوښتنه کوله ، چې بايد دا ډول برنامې متداومې او په بېلابېلو وختونو کې بايد راوبلل شي ترڅو ځوانان د سولې او منازغې په ريښتيني او اساسي معنی وپوهيږي او د ټولنې په کچه د پايښت لرونکې سولې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول په رابطه یو ورځنی کنفرانس دایر شو:

نن د ۱۳۹۸ کال د ثور په ۵ مه نیټه د شيخ زاید پوهنتون دغونډو په تالار کې د سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول په رابطه یو ورځنی کنفرانس دایرشو.

یاد کنفرانس د کلام پاک په تلاوت رسماً پيل شو په سرکې د شيخ زاید پوهنتون ريس پوهنمل حسین ګل اریوبي میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د سولي ارزښت او اهميت په اړوند زیاته کړه چې "إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ." اسلام د سولې دین دی، سوله د اسلام د مبارک دین د کاري اولیتونو څخه ده اود ژوند اساس ده.

هیڅ ټولنه د شخړو څخه خالي نه ده ، خو د شخړو دحل لپاره سولې ته ضرورت دی بناً ویلې شو ، چې سوله دانساني ټولنې ضرورت دی او د سولې پرته د ټولنې تباهي حتمي ده.

ورپسې د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، چې “واقعاً سوله یو الهي نعمت دی او د دې نعمت ترلاسه کولو لپاره داسې اړين او ضروري کنفرانسونه ، چې نن ورځ په شيخ زاید پوهنتون کې ترتیب شوي ضروري دي او دشيخ زاید پوهنتون رهبري هڅې پدې لاره کې د ستایلو وړ دي .“

د کنفرانس دوهم پړاو د استادانو هغو مقالو ته ځانګړي شوی و ، چې ( سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول ) ترعنوان لاندې علمي مقالې د پوهندوی محمد خان نیازی ، پوهنیار خالد حبیب ، پوهنیار عاشق الله احمدزی ، پوهنیار محمد عالم صافی لخوا ارایه شوې. ورپسې کنفرانس د ژوري هیئت د مشر پوهنوال دوکتور جهان شاه تڼي لخوا مثبت ارزیابي شو.

   

په شیخ زاید پوهنتون کې 40 تنه محصلانو ته د سولې د زده کړې اتمه دوره پنځه ورځینی ورکشاپ پای ته ورسید:

یاد ورکشاپ د کمپیوټر ساینس، انجینري، طب، اقتصاد، کرنې او وترنري پوهنځيو محصلانو ته چمتو شوی وو. د ورکشاپ پای غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست رئیس او د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب محصلانو ته مبارکي ورکړه، چې په بریالیتوب سره يې یاد ورکشاپ تعقیب کړ.

شکیب محصلانو ته وويل، چې په ورکشاپ کې زده کړې مسائل یوازې باید حافظې ته ونه سپارئ بلکه دغه مسائل باید په خپل ژوند کې تطبیق کړئ.

همدارنګه نوموړي له محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چې دوی هم باید په خپلو سیمو کې ځوانانو ته ورته سمینارونه ترتیب کړي.

د ورکشاپ پای غونډې ته د شیخ زاید پوهنتون اداري او مالي چارو معاون محترم فض الله فیض هم وینا وکړه، نوموړي له محصلانو څخه وغوښتل، چې تاسو باید لومړی له خپل ځان سره د خپل روح او جسم ترمنځ سوله وکړئ.

ښاغلي فیض د داسي ورکشاپونو دایرول غوره عمل وبلل او یادونه يې وکړه، چې د پوهنتون د درسونو ترڅنګ باید محصلانو ته د عملي او علمي فعالیتونه زمینه هم برابره شي. نوموړي د شیخ زاید پوهنتون د اداري برخې څخه محصلانو ته ډاډ ورکړ، چې دی به هڅه وکړي، چې محصلانو او استادانو ته د زده کړې او تدریسي ټول لازم سهولتونه چمتو کړي.

د ورکشاپ په وروستي برخه کې محصلانو ته سرټفیکټونه توزیع او ورکشاپ د شرعیاتو پوهنځي د استاد پوهنیار عاشق الله احمدزي لخوا په دعايي پای ته ورسید.

د یادونې وړ دی، چې د سولې د زده کړې ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون د سولې د دفتر له لوري په لاره اچول شوی وو، چې پکې د سولې زده کړه، د سولې مفاهیم، شخړه، د شخړې مفاهیم، د شخړې تحلیل، منځګړیتوب او ... مسائل تدریس شول.

     

په شیخ زاید پوهنتون کې پنځوس تنه محصلانو ته د سولې د زده کړې پنځه ورځینی ورکشاپ پای ته ورسید:

یاد ورکشاپ د د ژورنالیزم، شرعیات، تعلیم او تربیه ، حقوق،ټولنیزو علومو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي پوهنځيو محصلانو ته چمتو شوی وو.

د ورکشاپ په پای غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، علمي معاون پوهندوی عبدالخلیل افغاني، د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب، د حقوق او سیاسي علومو او ټولنیزو علومو پوهنځیو رئیسانوهر یو پوهنمل محمد شفیق مندوزی او پوهنیار قدرت الله صدیقي ترڅنګ د پوهنتون د تحقیق امر پوهنمل محمد اسماعيل مقبل او د شرعیاتو پوهنځي د تعلمیاتو د ډیپارتمنت امر پوهنیار عاشق الله احمدزي ګډون هم ګډون کړی وو.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس محصلانو ته په ورکشاپ کې د ګډون مبارکي وویله او محصلانو ته يې وویل چې موږ د هغه شي د ترلاسه کولو هڅه کوو، چې له تیرو څلورو لسیزو څخه په افغانستان کې شتون نه لري، چې هغه سرتاسري سوله ده. 

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو ته وعده وکړه، چې دی به د محصلانو له نماينده ګانو څخه د محصلانو فرهنګي ټولنه رامنځته کوي، چې د دوي فعالیتونه به د پوهنتون د فرهنګي چارو د سمون لپاره وي. همدرانګه ښاغلي اریوبي د محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چې سیاسي احزابو او ګوندونو څخه د محصلي په دوران کې لریوالی اختیار کړي، کله چې د پوهنتون څخه فارغ شول نو بیا دوی ښه تصیمم نیولی شي.

ورپسې د شیخ زاید پوهنتون علمي معاون پوهندوی عبدالخلیل افغاني خبري وکړي. نوموړي محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې پنځه ورځیني ورکشاپ کې زده شوي توکي باید په عملي ژوند کې تطبیق کړي.

د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب د پوهنتون د رئیس د خبرو په تائید له محصلانو، غوښتنه وکړه، چې خپلو درسونو او په پوهنتون کې د مثبت تحول د رامنځته کولو لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې وکړي.

د ورکشاپ په وروستي برخه کې محصلانو ته سرټفیکټونه توزیع او ورکشاپ د شرعیاتو پوهنځي د استاد پوهنیار عاشق الله احمدزي لخوا په دعايي پای ته ورسید.

د یادونې وړ دی، چې د سولې د زده کړې ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون د سولې د دفتر له لوري په لاره اچول شوی وو، چې پکې د سولې زده کړه، د سولې مفاهیم، شخړه، د شخړې مفاهیم، د شخړې تحلیل، منځګړیتوب او ... مسائل تدریس شول.

 د سولې زده کړې پنځه ورځینۍ ورکشاپ بشپړ شو:

په دې ورکشاپ کې د سولې مطالعې مقام او ارزښت، د سولې مطالعاتو د راڅرګنديدو زمینه، د سولې د مطالعې څانګړتیاوي د سولې مطالعې بنسټیزې موخې، د سولې  مطالعې ځانګړتیاوې، شخړې مفاهیم، د شخړې اصطلاحي مانا او داسې نور موضوعاتو باندې بحث وشو.

د ورکشاپ په پای د شیخ زاید علمي مرستیال پوهندوی عبدالخلیل افغاني، د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب، د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي ریس پوهنمل شفیق مندوزي، د شرعیاتو پوهنځي د تعلیماتو ډیپارټمنټ څانګې امر پوهنیار عاشق الله احمدزي او د محصلانو د انسجام امر سمیع الله محصلانو ته د ورکشاپ د بشپړاوي اسنادو د ورکړل.

د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال محصلانو ته مبارکي ورکړه، چې ورکشاپ يې په بریالیتوب پای ته ورساوه او محصلانو باندې يې تاکید وکړ، چې په ورکشاپ کې زده کړي مسائل باید په خپل ژوند کې تطبیق کړي.

 شیخ زاید پوهنتون کې د سولې نړیواله ورځ د محصلانو د علمي سمینارونو په وړاندې کولو سره ولمانځل شوه.

شیخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلانو دعلمي مقالو په وړاندې کولو سره د سولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه.

د سولې اړوند غونډه د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د رئیس پوهندوی عبدالجلیل شهیدزوی لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د غونډې په لومړی برخه کې د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب په خپلو مقدماتي خبرو کې د سولې په ارزښت خبرې وکړي او د ولسمشر محمد اشرف غني نقل القول یې ذکر کړ، چې هغه ويلي وو، (( زه د افغانستان د جګړې د یوې ورځې په مصرف یوه ولسوالي آبادولی شم.)) ښاغلي شکیب زیاته کړه، چې که په افغانستان کې جګړه نه وي نو ټول افغانستان په یوه کال کې آباديږي.

نومړي تاکید وکړ، چې ټول افغانان باید د افغانستان د پرمختګ او سوکالي لپاره د تلپاتي سولې په راوستلو کې خپله ونډه ولوبوي . د غونډې په دويمه برخه کې د شیخ زاید پوهنتون د بیلابیلو پوهنځيو محصلانو خپلې علمي مقالې وړاندې کړې.

د شرعیاتو پوهنځي محصل محمد اسلم ( سوله د اسلامي شریعت په رڼا کې) تر سرلیک لاندې، د ټولنیزو علومو پوهنځي محصل یارمحمد (صلح و حل منازعات)، د انجینري پوهنځي محصلې شبانې د (نقش زنان در صلح) تر سرلیک لاندې، همدارنګه د انجینري پوهنځي محصل محمدي (په سوله کې د استادانو د رول) تر سرلیک لاندې مقالې چمتو کړې وې.

د پروګرم په دریمه برخه کې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد شفیق مندوزي د محصلانو سمینارونه وارزول او د سمینارونو په اړه يې ګرانو محصلانو ته سالم فیډبک ورکړ.

د پروکرام په ورستۍ برخه کې سمینار وړاندې کوونکو محصلانو باندې هغه ډالۍ، چې د شیخ زاید پوهنتون د سولې د مرکز لخوا چمتو شوې وي وویشل شوې او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسید

د شیخ زاید پوهنتون د سولې مرکز خبرتیا!

ټولو هغو ګرانو محصلانو ته چې د سولې ورکشاپ کې د ګډون په موخه يې نومونه ثبت کړي خبر ورکول کیږي، چې د یکشنبي په ورځ د روان کال د جدي د میاشتي په ۳۰ نیټې سهار ۸:۳۰ بجو ورکشاپ پیلیږي.

یادونه: د ژورنالیزم، حقوق او سیاسي علوم، ټولنیز علوم، شرعیات او تعلیم او تربیې هغه برحال محصلان، چې تر اوسه يې ورکشاپ ته ثبت نام نه دی کړی د شنبې ورځ يې اخري نیټه ده

په شیخ زاید پوهنتون کې د سولې د زده کړې پنځه ورځینی ورکشاپ پای ته ورسید.

یاد ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم، شرعیات، تعلیم او تربیه ، حقوق او ټولنیزو علومو پوهنځيو لس تنه استادانو ته چمتو شوی وو.

د ورکشاپ په پای غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي او علمي معاون پوهندوی عبدالخلیل افغاني ویناوي وکړي.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس استادانو ته د مبارکي ترڅنګ وویل چې استادان باید په ځان کې زغم پيدا او هم محصلانو ته د زغم او حوصلي درس ورکړي.

د شیخ زاید پوهنتون علمي معاون یادونه وکړه، چې د سولې په ورکشاپ کې روزل شوي محترم استادانو څخه به د شیخ زاید په پوهنتون کې د ستونزو د حل لپاره ګټه اخېستل کیږي. د ورکشاپ په پای کې استادانو ته سرټیفیکټونه هم توزیع شول.

د یادونې وړ دی، چې د سولې د زده کړې ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون د سولې د دفتر له لوري په لاره اچول شوی وو، چې پکې د سولې زده کړه، د سولې مفاهیم، شخړه، د شخړې مفاهیم، د شخړې تحلیل، منځګړیتوب او ... مسائل تدریس شول.