د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.
ياد سيمينار د محصلانو چارو معاونيت له لوري د شرعیاتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځیو محصلانو لپاره برابر شوی و، چې د طب پوهنځي استاد پوهنيار ډاکټر محبت الله ليوال لخوا وړاندې شو.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام ۳۰مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۲۶مه
۲۰۲۶ م کال د جون ۱۶مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
