د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو محصلانو لخوا تمثیلي محکمه وړاندې شوه.

szu_admin
Tue, Dec 10 2024 12:22 PM
یثبلفق

د ۱۴۰۳هـ.ش کال د لیندۍ میاشتې ۸مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې له ۲۴مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو محصلانو له لوري د حقوقي دعوې تمثیلي محکمه وړاندې شوه.

په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار وینا وکړه او د یادې برنامې ارزښت تر څنګ یې په راتلونکي کې د محصلانو عملي زده کړو په برخه کې د نورو برنامو رامنځته کولو ژمنه وکړه او محصلانو سره یې په دې برخه کې د پراخې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل پاڅون میاخېل له لوري د محصلانو لخوا ترسره شوي تمثیلي محکمه مثبته وارزوله او محصلانو یې د ورته نورو برنامو ترسره کولو په موخه وهڅول.

له دې محکمې څخه موخه په ټولنه کې د عدالت قايمول او د محصلانو د نظري زده کړو ترڅنک د عملي زده کړو او ظرفیت لوړول و.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS