د لوړو زده وزير د شيخ زايد پوهنتون له تدریسي روغتون څخه ليدنه وکړه.

szu_admin
Sat, Feb 15 2025 1:10 PM
الربذال

چهارشنبه چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۳مې نیټې سره برابره وه، د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، چې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.قـ.اني او د پوهنتون مرستیالانو یې ملتیا کوله، د تدریسي روغتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د يادې لیدنې پر مهال چې د تدریسي روغتون سرطبیب لخوا معلومات ورکول کیدل، د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم لخوا اړوندو مسؤلینو ته لازم هدايات او لارښوونې وشوې، د مسؤلینو لخوا د روغتون ځینې ستونزې او مشکلات شريک شول، چې د شیخ صاحب لخوا یې د حل لپاره ژمنه وشوه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS