محصلانو ته د څېړنو، مونوګراف او مقاله لیکنې تر سر لیک لاندې یو ورځنی سیمینار تر سره شو.

دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور ۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې له ۳۰مې نیټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون طب، ټولنیزو علومو، ژبو او ادبیاتو پوهنځیو څلورم ټولګي محصلانو ته د څېړنو، علمي اثارو، مقاله او مونوګراف لیکنې تر نوم لاندې یو ورځنی سیمینار ورکړل شو.
دغه سیمینار د علمي څېړنو او محصلانو چارو معاونیتونو په ګډه سره ترتیب شوی و، چې پکې د څېړنو پېژندنه، د څېړنو اهمیت، د عملي څېړنو ځانګړتیاوو، د څېړنو پروسه، مقاله لیکنه، د مقالې ځانګړتیاوې او د څېړنو جوړښت موضوعاتو باندې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور احمد جاوید شکیب لخوا وړاندې شو.
باید یاده کړو چې تېره ورځ د اقتصاد، کرنې، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځیو د وروستي کال محصلانو ته ورته سیمینار وړاندې شوی و، چې یادو پوهنځیو محصلانو پکې ګډون کړی و.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت