د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د غږ سمون په برخه کې روزنیز ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
Wed, Jun 18 2025 10:41 AM
غږ سمون ورکشاپ

 سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جوزا میاشتې ۲۷ مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۲۰مې نیټې سره یې سمون درلود، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د دوهم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه (په رسنیو کې اډېټ او اډېټ ډولونه) تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې په لړ کې به یې په رسنیو کې د سمون پر ارزښت، ډولونو او خبري متن کې د سمون پر لارو چارو عملي کار ترسره شي.

دغه ورکشاپ د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند د شیخ زاید راډیو مسؤلینو له خوا وړاندې کېږي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS