د علمي برنامو دوره یي بيا کتنې پروسې پېژندنې ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
Tue, Jun 24 2025 3:47 PM
ارزونه پړاوونه

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان میاشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۲۷مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز کې د پنځو څانګو (کرنيز اقتصاد، کرنيزې سوداګرۍ، کیمیا، عربي او بریښنا) آمرینو، د اړوندو پوهنځیو رئیسانو او د نصاب فرعي کمېټو مسؤلینو لپاره د علمي برنامو دوره یي بيا کتنې پروسې پېژندنې تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

په دغه ورکشاپ کې د اعتبار اخیستنې جوړښت، د علمي پروګرامونو د بيا کتنې ډولونه، قوي او ضعیفې نقطې یې، د مختلفو معلوماتو را ټولولو سرچینو ارزونه، د څانګو اړوند تضمين کیفيت کمېټو کار او راپور برابرولو، د پروګرامونو دوره یي بيا کتنه (پي پي آر) پېژندنه، د علمي پروګرامونو د بيا کتنې موخې، د پروګرامونو دوره یي بيا کتنې د تطبيق وخت او هدف، د اعتبار ځینې پړاوونه او يو شمېر نورو موضوعاتو باندې معلومات ورکړل شول.

د يادونې وړ ده چې ياد ورکشاپ د شيخ زايد پوهنتون د کیفيت لوړونې آمريت لخوا د مسلکي پرمختيا مرکز سره په همغږۍ برابر شوی و، چې د انجینري پوهنځي رئیس پوهندوی ریدي ګل همدرد لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS