د علمي مجلې ۳۸مه ګڼه له چاپه را ووته.

szu_admin
Mon, Jul 21 2025 3:46 PM
gjhkioikjhh

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنيزه مجله، چې د بېلا بېلو طبیعي او ټولنيزو علومو په برخه کې ۲۵ څېړنيزې مقالې پکې را ټولې شوي دي، ۳۸مه ګڼه یې له چاپه را ووته.

په دې ګڼه کې ځینې مهمې څېړنې؛ په خوست ولایت کې د ښځو ميراث حق څېړنه، د قرآن کريم اسباب النزول پېژندنه، شعر او ترانم د اسلام له نظره، په معاصره ټولنه کې د عامه اړیکو ارزښت، مرور بر عقايد دینی در تمدن مصر باستان، د هېواد په اقتصاد باندې د خارجي پانګونې تاثيرات، د ښاري لوحو د اصلاح او سمونې ارزښت او نورې څېړنيزې مقالې شاملې دي.

د يادولو ده چې ياده مجله د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت تر نظر لاندې چاپيږي، چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رياستونو سربېره، د افغانستان ټولو پوهنتونونو او ذيدخلو ارګانونو ته به ولېږل شي.

د لاندې لينک له لارې د مجلې منځپانګه کتلی شئ.

https://www.szu.edu.af/ps/د-څیړنې-معاونیت-پېژندنه

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS