د رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۴مې نیټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـانـ.ـي تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث محمد نسيم حـ.ـقـانـ.ـي په خپله پرانیستونکي وینا کې وويل؛ چې محصلان زمونږ سره امانت دي، نو په همدې اساس په پوهنځيو کې د مضامينو وېش، همدارنګه مسلکي او عملي برخه بايد په نظر کې ونيول شي.
په غونډه کې د قراردادي استادانو د ګمارنې، د استادانو د تخصص مطابق مضامينو سپارلو، د هوا ککړتيا د مخنيوي، د نشه یي توکو سره د مبارزې په هکله عامه پوهاوی او د امـ.ـربالمعروف قانون د تنفيذ کمېټې د غونډو پرېکړو تطبيق په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت