د شيخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو ته اصلاحي بيان تر سره شو.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۲۲مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې د ماسپیښین له لمانځه څخه وروسته د نبي کريم صل الله علیه وسلم د مبارکو سنتو او د هغې اتباع په اړه اصلاحي بيان تر سره شو، چې پکې د دواړو جهانو سردار حضرت محمد مصطفی صل الله علیه وسلم اخلاق، سنت، د الله جل جلاله په نزد یې غوره والی او د هغې اتباع په اړه بيان تر سره شو.
د دعوت او ارشاد آمريت د پلان له مخې د اصلاحي بيانونو ياده لړۍ به د شيخ زايد پوهنتون محصلانو ته بېلا بېلو پوهنځیو، عمومي مسجد او مختلفو برنامو له لارې دوام لري.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت