د اعتبار ورکؤنې سند د چيک لیستونو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
Wed, Sep 03 2025 3:09 PM
jmmjk,kjjjhbn

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له لسمې نيټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز کې د اعتبار ورکؤنې سند د چيک لېستونو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ پرانیستنې غونډه کې چې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل، کیفيت لوړونې، مسلکي پراختيا او د ټولو پوهنځيو د څانګو آمرينو ګډون درلود.

ښاغلي حسين خېل په خپلو خبرو کې د تضمين کیفیت پروسې په ارزښت او اهميت خبرې وکړې او ویې ويل؛ چې په تطبیق سره به یې ټاکل شويو اهدافو ته ورسېږو. نوموړي ټول آمرين خپلو دندو ته د متوجې کیدو هیله وکړه او زياته یې کړه چې په دې ډول به وتوانېږو تر څو د پوهنتون سند خوندي ساتلو مرحله لا پسې مستحکمه کړو.

په ورکشاپ کې د پوهنځیو او څانګو څخه د کیفيت لوړونې په برخه کې د ترسره شوې ارزونې راپو د کیفيت لوړونې آمر پوهندوی ظاهرشاه زهير لخوا وړاندې او نیمګرتياوې یې په ګوته شوې، د دې تر څنګ د کیفيت لوړونې چیک لېست او یو شمېر نورو مواردو په اړه برابر شوی ورکشاپ د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنوال حسام الدین رحيمزي لخوا وړاندې شو او په اړه یې د ګډونوالو لخوا ځینې پوښتنې مطرح او مناسب ځوابونه ورته وويل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS