د نشه یي توکو زيانونه او د حل لارې چارې تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
Tue, Oct 14 2025 2:56 PM
fdgthyhhyj

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان میاشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الآخر میاشتې له ۲۱مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته (د نشه یي توکو زیانونه او د حل لارې چارې) تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د نشه یي توکو پېژندنه، په نشه د ځوانانو  اخته کیدو عوامل، د اسلام او طب له نظره د نشه یي توکو د استعمال روغتیایي، ټولنيز او اخلاقي زيانونه او د مخنيوي لارو چارو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.
ياد سیمینار د محصلانو چارو معاونیت لخوا برابر شوی و، چې د ټولنيزو علومو پوهنځي استاد پوهنيار محمد عالم صافي لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS