د ميراث علم اړوندو مسايلو حل تر عنوان لاندې علمي او رقابتي سيالي تر سره شوه.

szu_admin
Wed, Nov 12 2025 3:11 PM
kjmjnkjhn

د شرعياتو پوهنځي له لوري درسونو ته د محصلانو هڅونې او ظرفيت لوړونې په موخه د علمي او رقابتي سياليو په لړ کې د فقه او قانون او اسلامي تعليماتو څانګو محصلانو تر منځ (د ميراث علم اړوندو مسايلو حل) تر عنوان لاندې علمي او رقابتي سيالي د پوهنوال حسام الدين رحيم زي تر لارښوونې لاندې د پوهنځي فرهنګي او نصاب فرعي کمېټو په مرسته تر سره شوه.
په یاده سيالۍ کې چې د شرعياتو پوهنځي د دوو څانګو څخه شاوخوا ۳۰ تنو محصلانو پکې ګډون درلود، د هرې څانګې محصلانو يو له بله څخه د سوال او ځواب په ډول د ميراث مسايلو د حل غوښتنه وکړه او ټول مسايل پر تخته د دلايلو په ذکر کولو سره حل شول‌.  
د يادولو ده چې يادې سيالۍ د محصلانو  تر منځ په درسونو کې د سالم رقابت په بڼه تر سره کېږي او شرعياتو پوهنځي له لوري په راتلونکي کې بېلا بېلې علمي او رقابتي سيالۍ په پلان کې نیول شوي دي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS