د شيخ زايد پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو فعاليتونه و ارزول شول.
د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو معاونيت اړوند کارکوونکو چارو آمريت، د خوست ولایت کارکوونکو چارو رياست او د خوست ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت د یو ګډ هیئت له لوري د ملکي خدمتونو کارکوونکو د طرزالعمل سره سم د شيخ زايد پوهنتون د ۸۸ اداري او خدماتي کارکوونکو کلنۍ کړنې وارزول شوې.
په يادو ارزونو کې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو شعباتو د درېیم څخه تر اتمې رتبې پورې کارکوونکي شامل و، چې په عمومي ډول یې کړنې غوره و ارزول شوې او په خپلو دندو کې بريالي وګڼل شول.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

