د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنيزې مجلې څلوېښتمه ګڼه له چاپه راووته.

szu_admin
Mon, Feb 16 2026 3:17 PM
زیببرلذلفبرذا

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنيزې مجلې ۴۰مه ګڼه چې د ټولنيزو او طبيعي علومو بېلا بېل موضوعات پکې په درېیو ټولګو کې را ټول شوي دي له چاپه را ووته.
د يادې مجلې په دغه درې ټولګو کې د ټولنيزو او طبیعي علومو اړوند بېلا بېلو موضوعاتو باندې لیکل شوي ۵۸ څېړنيزې علمي مقالې؛ په معاصره نړۍ کې د حجاب د تطبيق فقهي تحليل او ټولنيزې پایلې، د انساني قاچاق عوامل، اغېزې او حل لارې، په اسلامي فقه او غرب کې د نکاح آثار، د مجرمينو په تثبيت کې د ګوتو د کرښو اهميت، د اقليم بدلون او د هغې اغېزې، د شيدو غواګانو کې د کيتوزيس ناروغۍ لاملونه او مخنيوی او يو شمېر نورې تحقیقي مقالې شاملې دي.
د يادولو وړ ده چې ياده مجله د علمي څېړنو معاونيت له لوري په هرو درېيو مياشتو کې یو ځل چاپیږي او د بېلا بېلو علومو په برخه کې په مختلفو دیني، کرنيزو، طبي، ټولنيزو او ټکنالوژیکي موضوعاتو باندې د استادانو لخوا تر سره شويو څېړنو باندې لیکل شوي مقالې را ټولیږي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS