شيخ زايد پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال کانکور ازموینه پيل شوه.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د (عمومي، اختصاصي او دیني مدارسو) فارغانو څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال کانکور ازموينې دوه ورځنۍ لړۍ نن شيخ زايد پوهنتون کې پيل شوه.
د ازموینو عمومي ادارې د پلان سره سم به په ياده ازموینه کې د دوولسمو ټولګيو، اختصاصي او ديني مدارسو شاوخوا (۳۱۸۷) تنه فارغان ګډون وکړي، چې اړوندو رشتو ته له برياليتوب وروسته به بېلا بېلو پوهنتونونو ته جذب شي.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام څلورمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۳۱مه
۲۰۲۶ م کال مې د ۲۱مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

