د کورنيو چارو وزير خلیفه سـ.ـراج الدین حـ.قاني شيخ زايد پوهنتون کې د یوې لویې غونډې ګډونوالو ته وینا ترسره کړه.

szu_admin
Tue, Aug 18 2026 3:31 PM
رذددداړتنړذ

هغه غونډه چې په همدې منظور د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې برابره شوې وه، د کورنيو چارو محترم وزير خليفه سـ.ـراج الدين حـ.ـقاني، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد نبي عـ.ـمري، د خوست ولایت والي مولوي عبدالرحمن حـ.ـقاني، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني، مرستيالانو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و.
غونډې ته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
محترمو استادانو، محصلانو او ټولو ګډونوالو ته د عـ.ـالیقدر امـ.ـيرالمؤمنين حـ.ـفظه الله وينا او پیغام د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال مفتي محمد عمر فضلي لخوا وړاندې شو.
ورپسې د کورنيو چارو وزير خليفه سـ.ـراج الدين حـ.ـقاني وينا وکړه او ویې ويل؛ زمونږ ملک چې د نیمې پېړۍ په اوږدو کې په مختلفو ازمايښتونو کې را ګېر دی، لله الحمد نن ورځ د يو اسـ.ـلامي وحدت لاندې تر يو واحد بيرغ لاندې ټول را جمع يو او تل به هڅه کوو چې دا اسـ.ـلامي او ملي يووالی دوامدار وساتو. نوموړي وويل؛ چې محصلان زمونږ لويه سرمايه ده، نظامونه چې خود کفا کېږي په محصلانو خود کفا کېږي او زياته یې کړه چې د ملک د ځان بساینې په برخه کې تاسو ته سترګې دي، همت وکړئ او هيڅکله ځانونه پردي و نه ګڼئ او خپل علم څخه داسې ګټه واخلئ، چې ملک ته یې ګټه ورسېږي او د نورو د احتياجۍ څخه مو ملک خلاص شي.
هغه په محصلانو باندې غږ وکړ چې په خپله تحصیلي اداره کې د سياست، ډلو ټپلو څخه په کلکه ځانونه وساتئ، نورې مغرضې کړۍ کوشش کوي چې ستاسو افکار یرغمل کړي، تل د خپل علم په پر مختګ باندې فکر وکړئ او زياته یې کړه چې هیڅکله ځانونه بیګانه مه ګڼئ، ا.ا.ا مشران ستاسو مشکلاتو ته رسيدګي کوي.
د خوست ولایت والي مولوي عبدالرحمن حـ.ـقاني په خپله وينا کې د کورنيو چارو له وزير څخه خوست ولایت ته د راتګ ځانګړي مننه وکړو او په خپلو خبرو کې یې د دیني علومو تر څنګ عصري علوم زيات ضروري وبلل، ځکه په دې سره کولی شو چې خپل ملک په ځان بسیا او د نړۍ سره سيال کړو. نوموړي محصلانو ته وويل؛ چې افغانستان به ستاسو په واسطه آبادیږي او د اسـ.ـلامي نظام يووالي او استقلال ساتنه وکړئ او ډاډ یې ورکړ چې د ا.ا.ا مشرتابه له تاسو سره دی او په هره برخه کې به مو حمايت کوي.
غونډه د خوست علماوو شورا رئیس شيخ الحدیث انور حسین حسیني لخوا د دعاء په ويلو سره پای ته ورسیده.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الاؤل څلورمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د اسد ۲۷مه
۲۰۲۶ م کال د اګسټ ۱۸مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS