د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.
په یاد ورکشاپ کې د مصنوعي ځیرکتیا اساسات، تاریخچه، استعمال ځایونه، ډولونه، د مصنوعي ځیرکتیا پالیسي، مسؤلانه کارونه، زیانونه، ګټې، د ملک لپاره د مصنوعي ځیرکتیا ضرورت، د اطلاعاتو تحلیل او نورو موضوعاتو باندې بحثونه، وړاندیزونه، نظرونه او عملي کارونه ترسره شول.
دغه ورکشاپ د شیخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د مسلکي پرمختیا مرکز سره په همغږۍ برابر شوی و، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون استاد پوهنمل دوکتور روحاني روښان له لوري وړاندې شو.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال ربيع الثاني ۲۸مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال میزان ۱۹مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
