شیخ زاید پوهنتون کې د (۳۲۹) تنو استادانو او اداري کارمندانو ښارګوټې پچه اچونې(قرعه کشۍ) مراسم ترسره شول

szu_admin
Wed, Feb 03 2021 10:24 AM
szu House plats cermoney

نن ورځ د (۱۳۹۹/۱۱/۱۴) د خان عبدالصمدخان اڅکزي د غونډو په تلار کې د (۳۲۹) تنو استادانو او اداري کارمندانو ښارګوټي د پچې اچونې مراسم د استاد پوهنمل محمد ولید اسحق زي په تلاوت سره پیل شول. په یادو مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، د خوست ولایت والي تورن جنرال مهمند کټوازي، د خوست امنیه قوماندان جنرال محمد داود امین، په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي غفارخان تڼي، د خوست ملي امنیت مرستیال، د ځمکو او ښار جوړونې رئيس ابراهیم الله ولیزي، د خوست ولایتي شورا پخواني رئیس واحدزي او نورو چارواکو ګډون کړی و.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو او مامورینو د ښارګوټي پرانیست غونډه

په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي د غونډې ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغو کسانو څخه هم مننه وکړه، چې ددې ښارګوټي په منظوری کې یې هلې ځلې کړیدي، ښاغلي اریوبی زیاته کړه، ویاړم چې نن ورځ د داسي یو چا د سرپناه مراسمو کې برخه اخلو، چې د هیواد اینده نسل د روزنې لپاره شپه او ورځ د خلکو په چوپړ کې بوخت دي.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو او مامورینو د ښارګوټي پرانیست غونډه

د پوهنتون رئیس وویل، چې دا ښار ګوټی به د پوهنتون لخوا د ترتیب شوي طرزالعمل چې د لوړو زده کړو وزارت او ولایت مقام څخه تصدیق شوی، مطابق په شفاف ډول د خوست ولایتي چارواکو په حضور کې ویشل کیږي. په ولسي جرګه کې دخوست د خلکو استازي غفارخان تڼي د شیخ زاید پوهنتون استادانو او کارمندانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، هڅه مو داده چې دولت علمي مراکزو ته ځانګړي توجه وکړي، همدا علمي مراکز دي چې په هېواد کې د بدبختیو او شخړو مخه نیسي. نوموړي زیاته کړه چې په ولسي جرګه کې د خوست استازي د مسؤلیت پراساس تل هڅه کوي، چې شیخ زاید پوهنتون ته ددولت توجه جلب کړي، چې یوه نمونې یې د شیخ زاید پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو د رهایشي نمرو ښارګوټی دی، شکر دی چې په پوره بریالیتوب سره یې نن ددې لاسته راوړنې شاهد یو. د پوهنتون استادانو اتحادیې مشر پوهنیار مهاجر سیال وویل (( ډېر د خوښۍ ځای دی، چې له څو کالونو راهیسي د پوهنتون استادانو او کارمندانو د سر پناه اخیستنې انتظار پای ته ورسید او له هغو اشخاصو مننه کوم، چې د استادانو او اداري کارمندانو د ښارګوټي پروژه کې يې همکاري ترسره کړي ده)). د خوست ولایت د ځمکو او ښار جوړونې رئیس انجینر ابراهیم الله ولیزي د یادې پروژې څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې په دې اړه هر ډول همکارۍ ته ژمن دی. ورپسې د خوست ولایتي شورا پخواني رئیس عبد الولی واحدزي په خپل وار د ولایتي ادارې له همکاریو څخه مننه وکړه، چې علمي مراکزو ته ځانګړي پاملرنه کوي.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو او مامورینو د ښارګوټي پرانیست غونډه

د ویناوالو په وروستۍ برخه کې د خوست محترم والي مهمند کټوازي د شیخ زاید پوهنتون نننی پرمختګ د پوهنتون استادانو په برکت ترلوړو پوړیو رسیدلې او لا هم زیات کار ته اړتیا ده، چې پوهنتون د سیمي په کچه یو برجسته پوهنتون وشمیرل شي، نو اړینه ده چې د پوهنتون استادان او کارمندان یې سرپناه ولري، خوشبختانه نن ددې شاهد یو چې د شیخ زاید پوهنتون استادان او اداري کارمندان به د یوې، یوې نمرې څښتن شي. ښاغلي کټوازي پر استادانو او کارمندانو غږ وکړ، چې خلک سولې ته راوبولي ځکه چې د سولې لار له پوهنتون او ښوونځې څخه پیل شویده. مراسم د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS