د شیخ زاید پوهنتون علمي مجلې بورډ نوبتي ناسته تر سره شوه.

szu_admin
Sun, Jul 07 2024 11:15 AM
12

د شيخ زايد پوهنتون علمي مجلې بورډ نوبتي ناسته د علمي څېړنو مرستيال پوهنمل دوکتور احمد جاويد شکيب تر مشرۍ لاندې تر سره شوه، چې د علمي څېړنو مرستيال سربېره لوړ رتبه استادانو هم پکې ګډون کړی و.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، ښاغلي شکيب پرانېستونکې وينا وکړه او د چارو ښه تنظیم او د ستونزو حل په هکله ډاډ یې څرګند کړ.

د علمي مجلې آمر پوهندوی دوکتور سبحان الله شهاب د مجلې لپاره د راټولو شویو مقالو اړوند معلومات ورکړل شول.

استادانو له لوري څلوردېرشمې ګڼې د چاپ لپاره راټولې شوې مقالې وکتل شوې او د سمون لپاره یې لازمې لارښوونې وړاندې شوې، چې د مقالو له چاپ وړاندې به په پام کې ونيول شي.

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS