د لوړو زده کړو وزارت اداري معینیت په انلاین مجلس کې د شیخ زاید پوهنتون رهبري ګډون وکړ.
د لوړو زده کړو وزارت اداري معینیت په انلاین مجلس کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.ــاني او مرستیالانو ګډون وکړ.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي وویل؛ چې موږ او تاسې باید په مجازاتو او مکافاتو کې يوازې د الله پاک رضاء په پام کې ونیسو، د مشکلاتو لپاره حلارې پیدا کول، د معاونیتونو پلان جوړول، د هیئت په ټاکلو کې ژمنتیا، صداقت او وړتیا په پام کې نیول، د نیازمندۍ دقیقه راټولونه او یو شمیر نورو مهمو او متفرقه موضوعاتو باندې بحثونه او پرېکړې وشوې.
یاد انلاین مجلس اړوندو مسؤلینو ګټور یاد کړ؛ تر څو روانه همغږي لا پیاوړي شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

