تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.
ياد سيمينار د محصلانو چارو معاونيت له لوري د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو محصلانو لپاره برابر شوی و، چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنیار یعقوب جان صمیم له لوري وړاندې شو.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام ۳۰مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۲۶مه
۲۰۲۶ م کال د جون ۱۶مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

