په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير د شيخ زايد پوهنتون له رهبرۍ سره ناسته تر سره کړه.
متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين صاحب د شيخ زايد پوهنتون مقام کې د دې پوهنتون له رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب او د رهبري غړو سره ناسته تر سره کړه.
په دغه غونډه کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب له لوري د ښه راغلاست تر څنګ د شيخ زايد پوهنتون په اړه لنډ معلومات وړاندې شول او د پوهنتون د ځینو پروژو، تدریسي روغتون ستونزو او خلیفه فاونډېشن سره د اړيکو پراختیا په اړه بحث تر سره او د راتلونکو پروژو، پلانونو، ننګونو او پرمختګونو په اړه ورسره معلومات شريک شول.
ښاغلي مولوي بدرالدين صاحب د شيخ زايد پوهنتون څخه د ليدنې او لاسته راوړنو باندې خوښي څرګنده کړه او د پوهنتون د رهبرۍ غوښتنې او ستونزې یې په غور واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د حل لپاره به یې د اړوندو مسؤلینو سره په همغږۍ کار وکړي، تر څو د علم د دغه ستر کور هر اړخیز پرمختګ ترسره شي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الثاني درېیمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې ۲۵مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
