د پوهنتون استادانو او کارکوونکو معلوماتو د ثبت لپاره مدیریتي سیستم جوړ شو.

szu_admin
أحد, يونيو 22 2025 2:39 مساء
ډاټا بيس جوړ شو

د شيخ زايد پوهنتون استادانو او کارکوونکو د بیوګرافیکي معلوماتو د ثبت لپاره (د سوانحو او ارزونې د معلوماتو مدیریتي سیستم) په نوم ډاېټابېس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دغه معلوماتي سیستم کې به د استادانو او کارکوونکو اړوند ټول معلومات او د دوی اړوند ارزونې په اسانۍ سره خوندي او په کم وخت کې د لاسرسي وړ وي.

د سوانحو او ارزونې معلوماتي مدیریتي سیستم يادې پروژې ته د کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو هر یو محمد غني حسیني، زاهد الله سعادت، عبدالبصوير ذهين، دوست محمد ځدراڼ، انور نوري او نور جهان عزیزي د ګډ کار او هڅو په نتيجه کې پرمختګ ورکړل شوی دی، چې د پوهنتون د کارکوونکو چارو آمريت ته د ګټې اخیستنې په موخه وسپارل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د شيخ زايد پوهنتون کمپیوټر ساينس پوهنځي محصلانو لخوا د خپلو څېړنيزو پروژو په ترڅ کې دې ته ورته معلوماتي سیستمومونه د بېلا بېلو ادارو د غوښتنو په اساس د کارونو د ښه پر مخ بېولو لپاره را منځته شوي دي، چې د چارو د ښه تنظیم په برخه کې مؤثر تمام شوي دي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS