د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.
د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي مرکز او يو شمېر نورو برخو څخه د يو علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.
د يادو ليدنو پر مهال د پنجشېر پوهنتون محصلانو ته د اړوندو برخو مسؤلينو له لوري ضروري معلومات ورکړل شول، چې د دوی د زده کړو لپاره ضروري و.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام ۳۰مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۲۶مه
۲۰۲۶ م کال د جون ۱۶مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
