له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس پيل شو.

szu_admin
أحد, يوليو 19 2026 4:00 مساء
ړداذلبریزسش

د طبي، ټولنيزو، طبیعي انجنيري او ټکنالوژیکي علومو په برخه کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس نن پيل شو.
په  دغه کنفرانس کې چې د شيخ زايد پوهنتون استادانو سربېره د خوست ولایت خصوصي پوهنتونونو استادان هم برخه لري، نن په لومړۍ ورځ پکې د اوستیوپروزيس او د ښکتنۍ ملا دردونو تر منځ اړيکه، د هیموډیالایزس فزیولوژیک بنسټونه، د ماشومانو میوکارډایټیس او نوي پرمختګونه، د وینې روتین (CBC) معایناتو کلینیکي تفسیر، په ماشومانو کې د نفراټيک سنډروم درملنه، د خارجي بواسيرو درملنه، داخل شزني انټيوبېشن اختلاطات، د امیدوارۍ په دوران کې د مور او جنین پر روغتیا د چاغښت ارزونه، د غواګانو د هضمي سیستم فزیولوژي، د خوست ولایت مرکز اړوند سیمو په وزو کې د بابیزیا ناروغۍ د واقعاتو څېړنه موضوعاتو باندې د تر سره شويو څېړنو پايلو له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.
په کنفرانس کې په يادو موضوعاتو باندې د څېړنو تر سره کېدو اهداف، پایلې او د څېړنو پر بنسټ د يادو موضوعاتو اړوند وړانديزونه ارایه شول، تر څو د لا ښه والي په موخه په راتلونکي کې عملي اقدامات ترسره شي. 
د ياد علمي څېړنيز کنفرانس په راتلونکو ورځو کې به د قبرونو زيارت حکم د اسلامي شريعت په رڼا کې، د ا.ا د لومړۍ دورې مطبوعاتو ته تاریخي او تحلیلي کتنه، د انلاین ژورنالېزم ننګونې او فرصتونه، د سلما بند د اقتصادي اغېزو څېړنه، په شاګردانو کې د زده‌کړې د انګېزې د رامنځته کېدو د عواملو مطالعه، د وقفي ځمکو او اجناسو پېژندنه او د ساتنې احکام يې د اسلامي شريعت په رڼا کې، په اسلامي شریعت کې محصلینو ته د عادلانه نمرو ورکولو اهمیت او حکم، په اسلامي شریعت کې محصلینو ته د عادلانه نمرو ورکولو اهمیت او حکم، پر زده کړه د درسي ټولګي مديريت اغېزې، د PWR او BWR هستوي ریاکتورونو پرتله کول، د رانګ- کوتا په طریقه د لومړی مرتبه معمولي تفاضلي معادلو عددي حل، په کاري ساحه کې د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې د فارغو شویو محصلینو په وسیله د نصاب او تدریسي کیفیت ارزونه همدارنګه د انجنيري او ټکنالوژيکي علومو په برخه کې تر سره شویو څېړنو پايلې د ځمکې اندوجیني ډینامیک، د خوست کاروان سرای سرک د فرش ویجاړتیاوې او لاملونه یې، د پایداره ساختماني موادو په توګه په کانکریټو کې د ناریال پوټکو کارولو ارزونه، د معموره يي ودانيو زلزلييز فعالیت لوړول، د اوبو په طبیعي دوران د ښاري پراختیا اغېزې، په معمولي کانکریټو کې د حرارتي انقباض رامنځته کېدو فزیکي میکانیزمونه او د کنټرول لارې، د وېب پروګرامینګ په تدریسي بهیر کې د انټرنیټي ټکنالوژیو د عملي کارونې اغېزې، د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو پر زده کړییزو فعالیتونو د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې اغېزې، د کلاوډ کمپيوټېنګ امنیتي ګواښونه او د مخنیوي ستراتیژۍ، د ژورې او ماشین زده کړې له لارې د افغانستان د موټرو نمبر پلېټونو د الفانومریکي تورو طبقه ‌بندي تر عنوانونو لاندې موضوعاتو باندې په تر سره شويو موضوعاتو باندې د څېړنو پایلې به د ښکېلو خواوو سره شریکې شي.
د يادولو وړ ده چې دغه کنفرانس د علمي څېړنو معاونیت له لوري د مسلکي پرمختيا مرکز سره په همغږۍ برابر شوی دی، چې درې ورځې به دوام وکړي.  
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر۴ مه 
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان ۲۸مه
 ۲۰۲۶ م کال د جولای ۱۹مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

خميس, نوفمبر 20 2025 3:05 مساء
Background image

تـــمّ بنجـــاح شـــراء أدوية بقيمة خمسة ملايين ونصف المليون أفـــغانــــي، لصالح المستشفى التعليمي التابـــع لجامعة الشيخ زايد.

وقــد تـــمّ اقتناء (١٤٩) صنفا من الأدوية المتنوعة، بقيمة تقدّر بخمسةِ ملايين ونصف المليون أفغانـــي، وتشمل هـــذه الأدوية أصنافا متعددة تسهم فـــي تعزيز قـــدرة صيدلية المستشفى على. . .

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS