د تدریسي روغتون له مختلفو برخو څخه ليدنه وشوه.

د شيخ زايد پوهنتنون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون له مختلفو برخو څخه ليدنه وکړه.
د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد د تدریسي روغتون مسؤلینو او ډاکټرانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
نوموړي د ياد روغتون اداري برخې چارو د کتنې تر څنګ، د زیربنا، لابراتوارونو، د ځینو برخو د بيا ترميم په اړتياوو او د ناروغانو ستونزو او مشکلاتو ته د رسیده ګۍ ډاډ ورکړ.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت