د علمي مرستيال پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمین، والعاقبة للمتقین و الصلاة و السلام علی رسوله محمد و علی آله و اصحابه اجمعین.

 د يوه هېواد د ابادۍ، ښېرازۍ، پرمختګ او پر ځان بسياینې راز په تعليم او تحصيل کې دی. په همدې اساس هغه ټولنې او  هېوادونه نن  پر ټوله نړۍ  واکمني کوي، چې تعليمي او تحصيلي بنسټونه يې پياوړي او د تعليم او تحصيل د پرمختګ لپاره يې کوټلي او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي. د دې لپاره، چې ګران هېواد افغانستان او افغانان هم د نړۍ د پرمختللو هېوادونو سيالان شي، د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د پوهنتونونو د ايجاد ترڅنګ، د خوست مجاهد او غيور ولس د شيخ زايد پوهنتون، چې هغه مهال د افغان پوهنتون په نوم يادېده، بنسټ کېښود او دا دی نن يې موږ په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګ او ټولنې ته په مختلفو ډګرونو کې د مسلکي او ورزيده کادرونو د وړاندې کولو شاهد يو. شيخ زايد پوهنتون د خپلو ستراتيژيکو اهدافو او لرليد پر اساس هېوادوالو ته د باکيفيته او معياري زده کړو د وړاندې کولو زمينه مساعده کړې ده.

 شيخ زايد پوهنتون د باکيفيته زده کړو ترڅنګ د ملت  جوړونې، عامه ذهنيتونو د تنوير او رغولو او پر ځان د يوه بسيا افغانستان د استحکام په تړاو د ډېرو لپاره الګو او نمونه ګرځيدلی دی. د شيخ زايد پوهنتون رهبري، استادان او اداري پرسونل کلک هوډ لري، چې د پرمختللي، سوکاله او پر ځان بسيا افغانستان او شا او خوا سیمې لپاره داسې غښتلي مسلکي کادرونه وروزي، چې په نهايت کې ټولنه پورته موخو او اهدافو ته ورسوي.

شيخ زايد پـوهنتون به يو بل مهم او نه ستړی کېدونکی سفر هم ترسره کوي، هغه دا چې د غوره نړيوالو معيارونو برابر د زده کړو يو پکيج وړاندې کوي، چې دا د نړۍ غوره پوهنتونونو ځانګړنه هم ده. شيخ زايد پوهنتون به د ښوونې، زده کړو، ټکنالوژۍ او څېړنو په برخه کې د معيارونو په ټاکلو سره داسې برخليک ټاکونکی چاپېريال رامنځته کړي، چې پر فکري خپلواکۍ، نوښت او علمي خپلواکۍ ولاړ وي.

په خورا ګړنديتوب سره راتلونکې بدليدونکې نړۍ يو په زړه پورې اما له فرصتونو او ننګونو ډک ځای دی. هغه خلک به له ښـه ژوند څخه برخمن وي، چې د شته ننګونو لپاره ښـه تابيا ولري او ترڅنګ يې مسلکي، غښتلي او په کارپوه کادرونه، شخصيتونه او بشري ځواک ولري. همدې نظرياتو ته په کتو شيخ زايد پـوهنتون به ټولنـې ته داسـې اشخاص وروزي، چې د ټولنې په وړاندې شته ننګونې تشخيص او د حل معقولې لارې ورته ومومي، د هېواد په کچه خپل علمي او اعتبار وساتي او د سیمې په کچه علمي او اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړي.