د کيفيت لوړونې آمريت لاسته راوړنې
پهٔ شيخ زايد پوهنتون کې د علمي چارو معاونيت تر چتر لاندې د کيفيت لوړونې آمريت تر دې دمه لاندې لاسته راوړنې لري:
۱- الحمد لله! شيخ زايد پوهنتون د کيفيت لوړونې آمريت پهٔ هڅو بشپړ اکاډميک اعتبار اخيستی او وړم کال شيخ زايد پوهنتون د دولتي پوهنتونونو پهٔ قطار کې د هېواد پهٔ سطحه پهٔ پنځو غوره پوهنتونونو کې ځای خپل کړ او ترلاسه کړی اکاډمیک اعتبار يې وساتلو.
۲- الحمد لله! اوس مهال پهٔ پوهنتون کې د کيفيت لوړونې يا د کيفيت تضمين پهٔ پروسه کې ابهام ورک شوی او د اعتبار ورکونې سند د ساتنې د اړوندو چکليستونو هر معيار، شاخص او سند واضح شوی هېڅ يو يې ګونګ نهٔ دی پاتې.
۳- د اعتبار ورکونې سند د خوندېتوب پهٔ موخه د پوهنتون رياست مقام، علمي چارو معاونيت، مالي او اداري چارو معاونيت، محصلانو چارو معاونيت، د څېړنې او علمي مجلې معاونيت، کادري آمريتونو، اداري آمريتونو، د پوهنځيو رياستونو، د څانګو آمريتو، اصلي کمېټو او فرعي کمېټو ته جلا جلا چکلېستونه ترتيب شوې او د هر مسوول شخص دنده پکې معلومه شوې ده.
۴- د کيفيت لوړونې آمريت لهٔ لورې د پلانونو او راپورونو لپاره معياري فارمټونه ترتيب شوې دي او هم هر کال ټول اړين پلانونه د کال له پيل وړاندې ترتيب کېږي او د کيفيت لوړونې آمريت لهٔ لورې تصحيح کېږي.
۵- د کيفيت لوړونې آمريت لهٔ لورې بېلابېل د عامه پوهاوي ورکشاپونه پهٔ لار اچول شوې دي.
۶ - د کيفيت لوړونې آمريت لهٔ لورې د کال پهٔ اوږدو کې ټولې کادري او اداري برخې، اصلي او فرعي کمېټې، د پوهنځيو رياستونه او څانګې وخت پروخت ارزول کېږي او بېرته دوی سره مکتوبي فيډبک شريکېږي.
۷- اوس مهال هر کال د نهاد پهٔ کچه نږدې ۶ فارغ ورکوونکې علمي برنامې د PPR يا دوره يي بيا کتنې لاندې نېول کېږي او توحيدي راپور يې لوړو زده کړو محترم وزارت سره شريک کېږي.
۸- د کيفيت لوړونې آمريت پهٔ هڅو ټولې اصلي او فرعي کمېټې پهٔ خپل وخت مياشتنۍ غونډې کوي او پرېکړې يې ذيربطو مراجعو سره په وخت شريکوي، همدا ډول پهٔ هره ربع کې لهٔ عملياتي پلان څخه د خپلو کړنو ربعوار راپور علمي شوراوو ته ورکول کېږي.
۹- د کيفيت لوړونې آمريت او د څېړنې او علمي مجلې معاونيت پهٔ هڅو پهٔ پوهنتون کې هر کال د استادانو د علمي رتبو پهٔ تفکيک هر استاد مطلوب شمېر مقالې پهٔ معتبرو داخلي او نړيوالو ژورنالونو کې خپروي او هر يوې يې مطلوب علمي او څېړنيز کنفرانسونه ارايه کوي.
۱۰- د کيفيت لوړونې آمريت پهٔ هڅو د نهاد پهٔ کچه د دوسيه دارۍ سيستم منظم شوی.