د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.
د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او محصلانو ګډون کړی و.
په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال مفتي محمد عـ.ـمر فضلي په اسلام کې د قضاء باب په اهمیت خبرې وکړې او وویل؛ د نظام قایمیدل، جوړیدل، د خدای جل جلا له دین نافذول او د الله جل جلاله عدل ښکاره کول د قضا له برکته وي.
په دې تمثیلي محکمه کې د جـ.ـرم پېژندل، څېړل، مدافع وکالت، عدلي طب، د قاضي رول، وروستۍ پرېکړه او نور اړوند موضوعات په عملي شکل د محصلانو لخوا وړاندې شول.
یاده تمثیله محکمه د خوست ولایت امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله لخوا و ارزول شوه، چې د یادې تمثیلي محکمې ستونزې یې محصلانو سره شریکې کړې.
د یادولو ده چې یاده تمثیلي محکمه د محصلانو چارو معاونیت له لوري برابره شوې وه او د شرعیاتو پوهنځي استادانو په لارښوونه وړاندې شوه.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۷مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۲۴مه
۲۰۲۶ م کال مې د ۱۴مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
