د ادبي غلا د معلومولو پروګرام څخه د ګټې اخیستنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
Thu, Apr 24 2025 2:11 PM
mmnkjhbbb

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۲۴مې نيټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون د استادانو مسلکي پرمختیا آمریت لخوا د دغه پوهنتون بېلا بېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د تحقیق فرعي کمېټو غړو ته د ادبي غلا د معلومولو پروګرام څخه د ګټې اخیستنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ تر سره شوه.

دغه ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت اړوند د تحقیق آمر پوهنیار زاهد الله ذهین لخوا وړاندې شو، چې پکې ټرونټین په واسطه د ادبي غلا څخه مخنیوی، د ټرونټین کارونې طریقه او د علمي پوهې د لوړاوي په موضوعاتو بشپړ معلومات وړاندې شول.

باید یاده کړو چې د شیخ زاید پوهنتون علمي څېړونو معاونیت مسؤلینو په وینا چې له دې وروسته به د همدې کمپيوټري پروګرام په مرسته به د استادانو او محصلانو لیکنې کتل کېږي، چې تر څو ادبي سرقت پکې نه وي شوی.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS