د ادبي غلا د معلومولو پروګرام څخه د ګټې اخیستنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۴:۱۱
mmnkjhbbb

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۲۴مې نيټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون د استادانو مسلکي پرمختیا آمریت لخوا د دغه پوهنتون بېلا بېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د تحقیق فرعي کمېټو غړو ته د ادبي غلا د معلومولو پروګرام څخه د ګټې اخیستنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ تر سره شوه.

دغه ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت اړوند د تحقیق آمر پوهنیار زاهد الله ذهین لخوا وړاندې شو، چې پکې ټرونټین په واسطه د ادبي غلا څخه مخنیوی، د ټرونټین کارونې طریقه او د علمي پوهې د لوړاوي په موضوعاتو بشپړ معلومات وړاندې شول.

باید یاده کړو چې د شیخ زاید پوهنتون علمي څېړونو معاونیت مسؤلینو په وینا چې له دې وروسته به د همدې کمپيوټري پروګرام په مرسته به د استادانو او محصلانو لیکنې کتل کېږي، چې تر څو ادبي سرقت پکې نه وي شوی.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۸:۳۴
Background image

د روان سمستر پای ازموینې به د سرطان مياشتې په څوارلسمه نيټه واخيستل شي.

ياده موضوع تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې په لومړۍ، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرم مياشتې له ۲۵مې نيټې سره یط سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون په علمي شورا کې تایید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنتون استادانو او کارکوونکو معلوماتو د ثبت لپاره مدیریتي سیستم جوړ شو.

د شيخ زايد پوهنتون استادانو او کارکوونکو د بیوګرافیکي معلوماتو د ثبت لپاره (د سوانحو او ارزونې د معلوماتو مدیریتي سیستم) په نوم ډاېټابېس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په دغه معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د محصلانو چارو مرستيال لخوا محصلانو ته اصلاحي بيان تر سره شو.

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب لخوا د پوهنتون په عمومي مسجد کې محصلانو ته اصلاحي بيان وړاندې شو.

BACK TO NEWS