د روان سمستر پای ازموینې به د سرطان مياشتې په څوارلسمه نيټه واخيستل شي.

szu_admin
Mon, Jun 23 2025 8:34 AM
عییییییییییرا ۲

ياده موضوع تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې په لومړۍ، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرم مياشتې له ۲۵مې نيټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون په علمي شورا کې تایید شوه.

د علمي شورا ياده ناسته چې قرآن کريم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

د پوهنتون رئيس په خپله پرانیستونکي وینا کې د مسؤليت پېژندنې او په خپل وخت یې تر سره کولو په اړه وینا وکړه.

همدارنګه د پسرلني سمستر ازموينې تر څنګ چې د سرطان په څوارلسمه نيټه به پیل شي، د ستراتيژيک پلان د تحلیل لپاره د هیئت ټاکل او د یو شمېر استادانو په ترفېعاتو او نويو مقرریو باندې هم بحث تر سره شو، چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونيول شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS