د روان سمستر پای ازموینې به د سرطان مياشتې په څوارلسمه نيټه واخيستل شي.

ياده موضوع تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې په لومړۍ، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرم مياشتې له ۲۵مې نيټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون په علمي شورا کې تایید شوه.
د علمي شورا ياده ناسته چې قرآن کريم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
د پوهنتون رئيس په خپله پرانیستونکي وینا کې د مسؤليت پېژندنې او په خپل وخت یې تر سره کولو په اړه وینا وکړه.
همدارنګه د پسرلني سمستر ازموينې تر څنګ چې د سرطان په څوارلسمه نيټه به پیل شي، د ستراتيژيک پلان د تحلیل لپاره د هیئت ټاکل او د یو شمېر استادانو په ترفېعاتو او نويو مقرریو باندې هم بحث تر سره شو، چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونيول شول.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت