محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

szu_admin
Wed, Apr 29 2026 3:49 PM
mjuhyvbcdc

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قـــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د خوست امنیه قومندانۍ کــریمنالتخنیک مسؤلینو، استادانو او محصلانو ګډون کړی و.
په دې اړه را بلل شویو مراسمو ته د محصلانو چارو مرستیال مفتي محمد عمـر فضلي وینا وکړه او د یادې برنامې ارزښت تر څنگ یې په راتلونکې کې د محصلانو عملي زده کړو په برخه کې د نورو برنامو د جوړیدو یادونه هم وکړه.
د خوست امنیه قومندانۍ کــریمنالتخنیک مسؤلینو لخوا د جـرمي صحنې پېژندنه، بررسي، د بررسي کوونکي ځانګړتیاوې، بلاستیکي معایناتو پېژندنه او نور اړوند موضوعات په عملي توګه محصلانو ته وښودل شول او په پای کې د محصلانو پوښتنو ته د اړوندو مسؤلینو لخوا ځوابونه ورکړل شول.
ياد تمثيل د محصلانو چارو معاونيت له لوري برابر شوی و او د خوست امنيه قومندانۍ کــریمنالتخنیک مسؤلينو له لوري وړاندې شو.
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال ذوالقعدة الحرام ۱۲مه
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور نهمه
د ۲۰۲۶ م کال اپريل ۲۹مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS