د لوړ وزده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي له لوري د شيخ زايد پوهنتون د اووه کلن علمي اعتبار اخيستنې په موخه ارزونه پيل شوه.

szu_admin
Mon, Aug 31 2026 4:35 PM
ارزونه

د لوړ زده کړو وزارت د تضمين کيفیت او اعتبار ورکولو نهه کسيز پلاوي د شيخ زايد پوهنتون د اووه کلن علمي اعتبار اخيستنې په موخه د ارزونې د پیل ناسته د شيخ زايد پوهنتون له رهبري سره تر سره کړه.
په ياده ناسته کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب، د لوړو زده کړو وزارت څخه د پوهنمل دوکتور محمد داود احمدزي په مشرۍ راغلي نهه کسيز پلاوي، د پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو برخه لرله.
د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب په خپلو خبرو کې راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر ډول همکارۍ ډاد ورکړ او زياته یې کړه، چې په نـ.ـظـ.ـام کې بايد خيالي ادارې موجودې نه وي، یوه ادراه بايد په هغه اندازه تشکيل ولري چې ورته اړتيا لري او په هغه برخه کې خپل کارونه پر مخ يوسي، په همدې موخه چې نن تاسو راغلي ياست د شيخ زايد پوهنتون اداره په هره برخه کې ستاسو سره همکاره ده. 
همدارنګه د شیخ زايد پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل نور الله حسين خېل د پوهنتون هر اړخيز معلومات د يو سیمينار په ترڅ کې وړاندې کړل او د راغلي پلاوي په نماينده ګۍ د پوهنمل دوکتور محمد داود احمدزي له لوري د شيخ زايد پوهنتون د همکارۍ، ژمنې او معلوماتو ورکولو څخه مننه او قدرداني وشوه.
په پلان کې ده چې راغلی هیئت به له رهبري سره تر غونډې وروسته د پوهنځيو له رئيسانو، د څانګو آمرينو، محصلانو، استادانو، آمرینو او کارکوونکو سره ناستې تر سره او په راتلونکو  درېيو ورځو کې به د پوهنتون له اسانتياوو څخه هر اړخيزه ليدنه او ارزونه تر سره کړي.
د يادولو وړ ده چې د شيخ زايد پوهنتون پنځه کلن علمي اعتبار موده په ۱۴۰۵/۴/۹ نېټه پای ته رسېدلې او د راغلي با صلاحيته هيئت له لوري د پوهنتون د هر اړخيزې ارزونې وروسته به د لوړو زده کړو وزارت مقاماتو ته د ارزونې راپور ورکړل شي او په اړه به یې لازم تصميم ونيول شي.
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول ۱۷مه 
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې نهمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Aug 18 2026 3:31 PM
Background image

Interior Minister Khalifa Sirajuddin Haqqani Addresses a Large Gathering at Sheikh Zayed University

The respected Minister of Interior, Khalifa Sirajuddin Haqqani, delivered a speech to the leadership, professors, staff, and students of Sheikh Zayed University during a large gathering. . .

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

BACK TO NEWS