علمي چارو مرستیال

پوهنیار نورالله حسین خیل

ګرځنده شمیره: ۰۷۷۱۴۲۴۶۹۲ 

ايمېل: noorullahhussainkhil55@gmail.com

 

د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال ژوند لیک

محترم پوهنیار نورالله حسین خېل د محمد الله زوی د مرحوم نیک محمد لمسی په قوم حسین خېل په ۱۳۷۱ کال د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ د زړې کلا کلي په یوه غریبه دینداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني دنیا ته سترګې غړولي دي، ټول ژوندې یې له علماو، روحانیونو او پوهانو سره په صحبت او خدمت کې تیر کړی ده. ښاغلي حسین خېل خپلې ابتدایي او ثانوي زده کړې د موسهي ولسوالۍ په موسهي سفلا عالي لیسه کې سرته رسولي دي، په ۱۳۸۹ کال کې د یادې لیسې څخه په اعلي درجه فارغ شوی دی. نوموړي د ۱۳۸۹ کال کانکور ازموینې له لارې د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کیمیا او بیولوژي څانګې ته بریالی شو او له یادې څانګې څخه په ۱۳۹۳ کال کې د عمومي اول نمره په درجه فارغ شو. په ۱۳۹۶ کال کې یې د شیخ زاید پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا څانګې په کادري ازموینه کې ګډون وکړ، چې په ياده ازموینه کې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د کیمیا په څانګه کې د نامزاد پوهنیار په رتبه د استاد په توګه  تقرر ترلاسه او په ياده څانګه کې د شپږ میاشتني بریالي تدریس وروسته د لوړو زده کړو وزارت له لوري په فوق العاده بورس باندې د ایران هیواد ته ولیږل شو او په ۱۴۰۰ کال کې یې د ایران هیواد د ایلام نړیوال پوهنتون څخه د عضوي کیمیا په څانګه کې د ماستري سند تر لاسه کړ، د ۱۴۰۰ کال په اواخرو کې بیرته هیواد ته راستون شو. په ۱۴۰۰ کال کې د شیخ زاید پوهنتون په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د منظوري له مخې د کیمیا څانګې د آمر په توګه وټاکل شو له اته میاشتنې آمریت وروسته د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزاء د ځانګړي حکم په اساس د شیخ زاید پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د  رئیس په توګه وټاکل شو له اوه میاشتنې ماموریت وروسته یو ځل بيا د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او د رئیس الوزارء د بل ځانګړي حکم په اساس د شیخ زاید پوهنتو د علمي چارو مرستیال په توګه وټاکل شو، چې اوس مهال د یاد پوهنتون د علمي مرستیال په توګه خپله مقدسه دنده پر مخ وړي، محترم حسین خيل د خپلو اداري چارو ترڅنګ په خپله تخصصي او علمي برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري، چې د هغې له جملې څخه څلور نړیوالي مقالې چې په ډیرو معتبرو ژورنالونو کې چاپ شوي دي هم لري، د دې تر څنګ دوه مطبوع عملي اثار چې یوېې د درملو عضوي کیمیا په نوم ده او بل یې عضوي کیمیا درېیمه برخه ده نوي له چاپ څخه را وتلي دي.

 

د شیخ زاید پوهنتون د علمي چارو مرستیال پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمین، والعاقبة للمتقین و الصلاة و السلام علی رسوله محمد و علی آله و اصحابه اجمعین.

 د يوه هېواد د ابادۍ، ښېرازۍ، پرمختګ او پر ځان بسياینې راز په تعليم او تحصيل کې دی. په همدې اساس هغه ټولنې او  هېوادونه نن  پر ټوله نړۍ  واکمني کوي، چې تعليمي او تحصيلي بنسټونه يې پياوړي او د تعليم او تحصيل د پرمختګ لپاره يې کوټلي او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي. د دې لپاره، چې ګران هېواد افغانستان او افغانان هم د نړۍ د پرمختللو هېوادونو سيالان شي، د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د پوهنتونونو د ايجاد ترڅنګ، د خوست مجاهد او غيور ولس د شيخ زايد پوهنتون، چې هغه مهال د افغان پوهنتون په نوم يادېده، بنسټ کېښود او دا دی نن يې موږ په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګ او ټولنې ته په مختلفو ډګرونو کې د مسلکي او ورزيده کادرونو د وړاندې کولو شاهد يو. شيخ زايد پوهنتون د خپلو ستراتيژيکو اهدافو او لرليد پر اساس هېوادوالو ته د باکيفيته او معياري زده کړو د وړاندې کولو زمينه مساعده کړې ده.

 شيخ زايد پوهنتون د باکيفيته زده کړو ترڅنګ د ملت  جوړونې، عامه ذهنيتونو د تنوير او رغولو او پر ځان د يوه بسيا افغانستان د استحکام په تړاو د ډېرو لپاره الګو او نمونه ګرځيدلی دی. د شيخ زايد پوهنتون رهبري، استادان او اداري پرسونل کلک هوډ لري، چې د پرمختللي، سوکاله او پر ځان بسيا افغانستان او شا او خوا سیمې لپاره داسې غښتلي مسلکي کادرونه وروزي، چې په نهايت کې ټولنه پورته موخو او اهدافو ته ورسوي.

شيخ زايد پـوهنتون به يو بل مهم او نه ستړی کېدونکی سفر هم ترسره کوي، هغه دا چې د غوره نړيوالو معيارونو برابر د زده کړو يو پکيج وړاندې کوي، چې دا د نړۍ غوره پوهنتونونو ځانګړنه هم ده. شيخ زايد پوهنتون به د ښوونې، زده کړو، ټکنالوژۍ او څېړنو په برخه کې د معيارونو په ټاکلو سره داسې برخليک ټاکونکی چاپېريال رامنځته کړي، چې پر فکري خپلواکۍ، نوښت او علمي خپلواکۍ ولاړ وي.

په خورا ګړنديتوب سره راتلونکې بدليدونکې نړۍ يو په زړه پورې اما له فرصتونو او ننګونو ډک ځای دی. هغه خلک به له ښـه ژوند څخه برخمن وي، چې د شته ننګونو لپاره ښـه تابيا ولري او ترڅنګ يې مسلکي، غښتلي او په کارپوه کادرونه، شخصيتونه او بشري ځواک ولري. همدې نظرياتو ته په کتو شيخ زايد پـوهنتون به ټولنـې ته داسـې اشخاص وروزي، چې د ټولنې په وړاندې شته ننګونې تشخيص او د حل معقولې لارې ورته ومومي، د هېواد په کچه خپل علمي او اعتبار وساتي او د سیمې په کچه علمي او اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړي.

 د کارکوونکو معلومات

آمریتونه

کیفیت لوړونې آمریت

استادانو چارو آمريت

مسلکي پرمختیا آمريت