د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سیمينار ورکړل شو.

szu_admin
Sun, Aug 03 2025 2:15 PM
gghytyvbfgtrg

نن يکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۹مې نیټې سره برابره ده، شيخ زايد پوهنتون کې د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي لارو چارو تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمينار وړاندې شو.

په دغه سیمینار کې د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسين خېل سربېره، د بېلا بېلو پوهنځیو څخه ۲۴ استادانو ګډون کړی و، چې د نشه یي توکو د انواعو پېژندنه، د انسان پر دماغو یې ناوړه اغېزې، د ټولنې لپاره جدي ګواښ، حل لارې او مخنيوي په اړه بېلا بېل ګټور معلومات وړاندې شول.

ياد سیمینار د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز له لوري په لاره اچول شوی و، چې د طب پوهنځي استاد پوهنيار محمد ابراهيم لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS