د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو محصلانو لپاره شپږ ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پای ته ورسېد.

szu_admin
Mon, Feb 16 2026 11:47 AM
bgfdcbvgg

شيخ زايد پوهنتون کې د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو شيخ زايد، پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر، غزني تخنيکي علومو او خوست ولايت خصوصي پوهنتونونو محصلانو لپاره داير شوی شپږ ورځنی دیني او اصلاحي سيمينار پای ته ورسېد.
د شيوخو کرامو له لوري د اجنډا سره سم د تجويد، سورة النور ترجمې او تفسير، د ايمان تشريح د اهل سنت والجماعت عقيده، د قبر عذاب، د قيامت ورځ او علامې، ولاء او براء، د مسلمانانو د ضعف اسباب، امـ.ـربالمعروف قانون، فقه العبادات، د شـ.ـرعي نـ.ـظام اطاعـ.ـت، د نـ.ـاسمو رواجونو (۱۷) ګڼه فـ.ـرمان او په یو شمېر نورو دیني او اصلاحي موضوعاتو باندې بيانونه او معلومات وړاندې شول. 
ياد سیمینار چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې په شلمه نيټه پيل شوی و او شپږ ورځې یې دوام وکړ. په ياد سيمینار کې د شيخ زايد پوهنتون سربېره د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو څخه شاوخوا ۳۵۰ تنه محصلانو ګډون کړی و.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS