د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو محصلانو لپاره شپږ ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پای ته ورسېد.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۴۷
bgfdcbvgg

شيخ زايد پوهنتون کې د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو شيخ زايد، پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر، غزني تخنيکي علومو او خوست ولايت خصوصي پوهنتونونو محصلانو لپاره داير شوی شپږ ورځنی دیني او اصلاحي سيمينار پای ته ورسېد.
د شيوخو کرامو له لوري د اجنډا سره سم د تجويد، سورة النور ترجمې او تفسير، د ايمان تشريح د اهل سنت والجماعت عقيده، د قبر عذاب، د قيامت ورځ او علامې، ولاء او براء، د مسلمانانو د ضعف اسباب، امـ.ـربالمعروف قانون، فقه العبادات، د شـ.ـرعي نـ.ـظام اطاعـ.ـت، د نـ.ـاسمو رواجونو (۱۷) ګڼه فـ.ـرمان او په یو شمېر نورو دیني او اصلاحي موضوعاتو باندې بيانونه او معلومات وړاندې شول. 
ياد سیمینار چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې په شلمه نيټه پيل شوی و او شپږ ورځې یې دوام وکړ. په ياد سيمینار کې د شيخ زايد پوهنتون سربېره د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو څخه شاوخوا ۳۵۰ تنه محصلانو ګډون کړی و.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنيزې مجلې څلوېښتمه ګڼه له چاپه راووته.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنيزې مجلې ۴۰مه ګڼه چې د ټولنيزو او طبيعي علومو بېلا بېل موضوعات پکې په درېیو ټولګو کې را ټول شوي دي له چاپه را ووته.

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۵۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت اداري معینیت په انلاین مجلس کې د شیخ زاید پوهنتون رهبري ګډون وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت اداري معینیت په انلاین مجلس کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.ــاني او مرستیالانو ګډون وکړ.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۴۷
Background image

د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو محصلانو لپاره شپږ ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پای ته ورسېد.

شيخ زايد پوهنتون کې د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو شيخ زايد، پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر، غزني تخنيکي علومو او خوست ولايت خصوصي پوهنتونونو محصلانو لپاره داير شوی شپږ ورځنی دیني او اصلاحي. . .

BACK TO NEWS