شيخ زايد پوهنتون د بریښنایي زده کړو په برخه کې لومړی مقام خپل کړ.

szu_admin
ثلاثاء, أبريل 15 2025 4:24 مساء
mmkjnhbvvv

د شیخ زاید پوهنتون د بریښنايي زده کړو کمېټې په چوکاټ کې د شپږو انلاین کورسونو د بشپړاوي له امله شیخ زاید پوهنتون د هېواد نهو پوهنتونونو په قطار کې لومړی مقام ګټلی، چې د شيخ زايد پوهنتون رهبري ټولو استادانو او په ځانګړي ډول د بریښنايي زده کړو کمېټې او هغه شپږو استادانو ته، چې دغه کورسونه یې د معیارونو مطابق په مطلوب ډول تکمیل کړي و، مبارکي وایي.

په پلان کې ده، چې روان کال به هم یو شمېر کورسونه د نورو پوهنتونونو ترڅنګ شیخ زاید پوهنتون ته وسپارل شي او په دې برخه کې به مسؤلانه او د معیارونو مطابق خپل مسؤلیت اداء کړي.

د یادولو وړ ده، چې د شیخ زاید پوهنتون په کچه د بریښنايي زده کړو په برخه کې د پام وړ کار ترسره شوی دی، چې ښه بېلګه یې سیستم ته د ۱۲۹۶ کورسونو پورته کول دي. ترڅنګ یې نورې اړوند چارې هم په معیاري ډول په خپل وخت ترسره شوي دي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS