محصلانو ته د مونوګراف او مقاله لیکنې تر سر لیک لاندې یو ورځنی سیمینار تر سره شو.

szu_admin
سبت, أبريل 26 2025 3:46 مساء
 vvbnhgfffd

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور ۶مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې له ۲۷مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد، کرنې، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځیو څلورم ټولګي محصلانو ته د علمي اثارو، مقاله او مونوګراف لیکنې تر نوم لاندې یو ورځنی سیمینار ورکړل شو.

د سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار په خپلو خبرو کې وویل؛ چې روان کال به د نورو کالونو څخه په زیاته اندازه د محصلانو ظرفیت لوړونې په برخه کې مختلف سیمینارونه وړاندې کړي، تر څو د محصلانو ستونزو ته پر وخت سره رسیدنه شوي وي.

یاد سیمینار د علمي څېړنو او محصلانو چارو معاونیتونو په همغږۍ سره ترتیب شوی و، چې پکې د څېړنو پېژندنه، د څېړنو اهمیت، د عملي څېړنو ځانګړتیاوو، د څېړنو پروسه او د څېړنو جوړښت موضوعاتو باندې معلومات وړاندې شول، چې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور احمد جاوید شکیب لخوا وړاندې شو.

د یادونې وړ ده چې دغه ډول سیمینارونه د شیخ زاید پوهنتون نورو پوهنځیو محصلانو هم وړاندې کېږي، تر څو په یاده برخه کې د محصلانو ستونزې حل شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS