اداري شورا ناسته تر سره شوه.

سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جوزا میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۲۰مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون اداري شورا ناسته د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال پوهنمل مفتي عزت نور تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د پوهنتون د سر سبزۍ، خریدارۍ هيئت، د لیلیې ارزاقي موادو د خنډ او ځنډ، په پوهنتون کې د اضافي اجناسو ډیپو ته سپارلو او یو شمېر نورو متفرقه مسایلو په اړه بحث تر سره شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره او د عملي کېدو په موخه یې اړوندو برخو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت