د اقتصاد او انجنیري پوهنځي بریښنا څانګې څخه ۲۱۵ محصلان فارغ شول.

szu_admin
اثنين, يوليو 21 2025 3:54 مساء
ططیزربللذ ابلات

جمعه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۲۷، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۲مې نیټې سره یط سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون اقتصاد او انجنیري پوهنځي بریښنا څانګې څخه ۲۱۵ تنو محصلانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

یاد ترتیب شوي مراسم چې د شیخ زاید پوهنتون امام ابوحنیفه رحمه الله او د اداري ودانۍ غونډو تالارونو کې ترتیب شوي و، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني، علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل، محصلانو چارو مرستیال مفتي رضوان الله منیب، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، محصلانو او د فارغېدونکو محصلانو د کورنیو غړیو ګډون کړی و.

غونډې ته د دواړو پوهنځیو رئیسانو لخوا استادانو، محصلانو او د محصلانو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، محصلانو او د هغوی کورنیو غړیو ته مبارکيانې وړاندې کړې.

د محصلانو چارو مرستیال مفتي رضوان الله منیب او د علمي چارو مرستیال نورالله حسین خېل راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست تر څنګ فارغو محصلانو او د هغوی کورنیو غړیو ته د لېسانس علمي دورې فراغت مبارکیانې وړاندې کړې.

دوی محصلانو ته وویل؛ چې تاسو له څلور کلنې تحصیلي مزل څخه وروسته عام کسان نه یاست؛ بلکې تاسو ته اوس د هېواد آبادۍ او پرمختګ مسؤلیت در غاړې شو او باید مسؤلیت په اداء کولو د ستړیا احساس و نه کړي، هدف او نیت مو د هېواد پرمختګ او آبادۍ په لور وګرځوي.

همدارنګه د دواړو پوهنځيو محصلانو په نماینده ګۍ انجنیر ګل ولي سعید او انجنیر عزت الله ویناوې وکړې، دوی د خپلو استادانو او خپلوانو څخه مننه وکړه، چې تر دې وخته یې ورسره کوښښونه وکړل او د ستونزو پر وخت کې ورسره څنګ په څنګ ولاړ و.

غونډه د تصدیق پاڼو په وېش او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS