د اسلامي ثقافت څانګې پېژندنه

د اسلامي ثقافت څانګه د پوهنتون له علمي او فرهنګي څانګو څخه ده، چې د اسلامي عقیدې، عباداتو، اخلاقو، اسلامي تمدن او فرهنګ په اړه محصلینو ته معیاري او علمي زده‌کړې وړاندې کوي. دغه څانګه هڅه کوي چې محصلین د اسلام له اساسي اصولو او ارزښتونو سره په علمي او اکاډمیکه توګه بلد کړي او د اسلامي فکر، اخلاقو او ټولنیزو ارزښتونو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.

د څانګې لنډه تاريخچه

کله چې په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې د افغان پوهنتون د کوزې پښتونخوا (پیښور) څخه د افغانستان د وخت ولسمشر په حکم سره خوست ولایت ته را نقل شو؛ نو د شرعیاتو پوهنځي یې په خپل تشکیل کې درلوده، چې نوموړې پوهنځۍ یواځې د فقهې او قانون څانګه درلوده. د ځینو مشکلاتو په اساس نوموړې پوهنځۍ د حقوقو او اداره او تجارت څانګو له یو ځای کیدو یوه پوهنځي تشکیل شوې وه، چې وروسته په ۱۳۸۴ کال کې د شیخ زاید پوهنتون په وړاندیز او د ستونزو په لرې کېدو سره هره څانګه په مستقله پوهنځي تبدیله شوه . په دې سره د شرعیاتو پوهنځي په مستقل ډول د یو دیپارتمنت (فقه اوقانون) په لرلو سره تر۱۳۹۰ هـ ش کال پورې ورځ تربلې نوښتونه او پرمختګونه کړي.

چې په ۱۳۹۰ کال کې  دوهم فارغ ورکونکی ديپارټمنټ د اسلامي تعلیماتو په نوم د وزارت مقام لخو منظور او په ۱۳۹۱ کال کې عملا په رسمي ډول پیل شو.

د اسلامي ثقافت دیپارټمنټ د هیواد او سیمې په کچه د اړتیاوو له مخې د شیخ زاید پوهنتون د ديپارټمنټونو په لړ کې په (۱۳۸۴) لمریز کال کې تاسیس شو، تر دا مهال دا څانګه غیر فارغ ده، چې استاذان یې د پوهنتون شموله مضامینو تدریس پر غاړه لري، او د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې فعالیت لري ،

 د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګه في الحال (۲۴) تنه استاذان لري او (۹)تنو نورو د منظورېدو پښنهاد شوي دي.

د اسلامي ثقافت څانګه، چې د شیخ زاید پوهنتون په کچه یوه وتلې څانګه ده؛ ځکه د قرآن کریم علومو، سیرت نبوي، فقه، فکرې روزنه، ادیانو پېژندنې او اسلامي اخلاق، د اسلام سیاسي او اقتصادي برخو کې په واقعي معنی د وطن بچیان روزی او هم محصلینو ته د اسلام د مقدس دین سپېڅلی عقیده او د مختلفو ادیانو په رابطه معلومات ورکوی.

دا څانګه تر دا مهاله، یعنې د ۱۴۰۴ کال پورې غیر فارغ ده ده، او  هیله لرو، چې په آئنده کې به یوه دویمه فارغ ده څانګه د ثقافت پرانستل شي.

د څانګې لرلید (Vision )

د داسې مسلکې، ژمنو او منځلارو اسلامي کادرونو درلودل، چې د یوې سالمې اسلامي تربیې عملي نمونې اوسي او د زیاتوالي او کموالي پرته د دنیا او اخرت د نیمکمرغۍ له پاره همغږي رامنځته کړي.

د اسلامي ثقافت څانګه هوډ لري، چې د يو لوړ او باکيفيته سيستم له لارې داسې بشري ځواک وروزي، چې هر یو فارغ یې د یو واقعي اسلامي عقیدې او روحیې به درلودلوسره د تدین ترڅنګ د هیواد د پرمختګ سرلاری، د ملي ګټو ضامن، ملي ارزښتونو ته ژمن، په پرپیاوړې مسلکي پوه سمبال او د یوې ښې رهبرۍ او مدیریت خاوند وي.

د څانګې ماموريت، رسالت (Mission)

د اسلامي ثقافت څانګه په محصلانو کې د قران او حديث بنسټيزه پوهه، راسخه اسلامي عقیده، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سيرت او صورت پوهنه، د اسلامي اخلاقو ، کورني او اجتماعي ژوند پوهه، د اسلام د مقدس دین او د نورومختلفو اديانو اړوند مقایسوی بنسټیز معلومات، د اهل سنت و الجماعت د عقېدې په نظریه برابر او په فقهي او سیاسي مسایلو کې د حنفي مذهب په راهنمایی کې کامل پوهاوي رامنځ ته کړي.

د څانګې ارزښتونه (Values )

  1. دینې ارزښتونه، بشپړ عدالت او د هیوا د ملي ګټو پالنه.
  2. د ګران هیواد افغانستان دتاریخي ابداتو پيژڼدلو او ساتنې کولتور ته غوړیدا ورکول.
  3. د انساني کرامت او مقام لوړتیا، د پوهې او پوهانو درناوي په پياوړې روحیه د محصلانو روزل.
  4. په ملي کچه د قرآن او سنت د اړتیا و پر وړاندې مسولانه تعامل ته ژمنتیا.
  5. پرځان باور، نوښت، مشروع سیالۍ او پراخه علمی لید لورې ته وده ورکول. 
  6. ملي مصالحو ته ژمنتیا او د سولې د روحیې پياوړتیا.
  7. په بین الملیي کچه د قرآن، حدیث، نبوي سیرت او د فقهې واقعي تصویر وړاندې کول.
  8. له هر قسم تبعیض سره مبازره کول.

د څانګې موخې

د اسلامي ثقافت څانګه کې لاندې موخو ته درسېدو هڅې کېږي:

۱: د تجويد داصولوسره سم دقرآن کريم زده کړه او ولوستلا شي.

۲: د اهل سنت و الجماعت د اصولو مطابق اسلامي عقیده زده کړي او د اساسي مصادر بیان کړی شي.

۳: حنفي مذهب مطابق مهم فقهي جزیات بیان کړای شي.

۴: د نبوي صحيح سيرت او صورت زده کړه او په عملي ژوند کې يې پلي کول.

۵: فرد او ټولني ته دقرآن کريم،نبوي احاديثو او نبوي سيرت د صحيح فهم رسول او تطبيق يې د دنيا او آخرت دسعادت او نيکبختي اساس ګڼل.

۶: په نړۍ کې دمختلفو اديانو پېژندنه او د انحرافاتو بيان يي.

۷: د اسلام د مقدس دين د مصادرو په وړاندي د نورو ډلو د دريځ بيان او دهغو د شبهاتو له منځه وړل.

۸: د فکري پوهنې او فکري جګرې اهمیت، اهداف او خطرات بیان کړای شی.

۹: فعلا د لیسانس په کچه د محصلينو لپاره د تدريس جريان په دومداره توګه ساتل.

تدریسي برخې

د اسلامي ثقافت په درسي پروګرامونو کې د اړتیا او نصاب له مخې د اسلامي عقایدو، فقهې، اخلاقو، سیرت، اسلامي تمدن او فرهنګ، د قرآن کریم او حدیثو اړوند بنسټیزو موضوعاتو او نورو اړوندو اسلامي معارفو تدریس شاملېږي.

علمي او څېړنیز فعالیتونه

د اسلامي ثقافت څانګه د تدریس ترڅنګ د علمي څېړنو، علمي مقالو، سیمینارونو، کنفرانسونو، ورکشاپونو، علمي بحثونو او نورو اکاډمیکو فعالیتونو له لارې د اسلامي معارفو او فرهنګ د علمي ودې لپاره هڅې کوي.

فرهنګي فعالیتونه

څانګه د اسلامي او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا، د محصلینو د علمي او فرهنګي پوهاوي د لوړولو او د سالم فکري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره د بېلابېلو فرهنګي او علمي پروګرامونو د ترسره کولو زمینه برابروي.

د استادانو علمي ظرفیت

د اسلامي ثقافت څانګه د مسلکي، علمي او مجربو استادانو له لارې د تدریس او علمي فعالیتونو د کیفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي. د استادانو د علمي وړتیاوو د لوړولو، څېړنې، علمي کنفرانسونو او مسلکي پرمختګ لپاره د لازمې زمینې برابرول د څانګې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

لاسته راوړنې

د اسلامي ثقافت څانګه د خپلو علمي، تدریسي او فرهنګي فعالیتونو په ترڅ کې د محصلینو د علمي او فکري ظرفیتونو د لوړولو، د علمي پروګرامونو د ترسره کولو، د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا او د اسلامي فرهنګ د علمي پېژندنې په برخه کې هڅې ترسره کوي.

راتلونکي پلانونه

د اسلامي ثقافت څانګه په پام کې لري چې په راتلونکې کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو پراختیا، د استادانو د علمي ظرفیت لوړول، د محصلینو د علمي او فرهنګي فعالیتونو پیاوړتیا، د علمي سیمینارونو او کنفرانسونو زیاتول او د اسلامي ثقافت په برخه کې د معاصرو علمي موضوعاتو څېړنې ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د څانګې د آمر پيغام

دا یوحقیقت او ثابت شوی واقعیت دی، چې د اسلام مبارک دین د فطرت دین دی، د اسلام مبارک دین د بشريت تاریخ په اوږدو کې، د ګڼو ملتونو، بېلا بېلو نژادونو، نه یو ځای کېدونکو فکري مکتبونو او مختلفو سیمه ییزو ارزښتونو ترمنځ، تلپاتې او نمونه ییزه همغږي رامنځته کړي ده.اسلام میارک دین د بشریت لپاره د دنیا او آخرت د کامیابی باعث ګرځي، لهذا د اسلامي ثقافت آمر په حیث د افغانستان قهرمان او غیور ولس ته خپل پیغام داسې تقدیم کوم چې خپل اولادونه مو  د شرعي علومو او  صحیح عقائدو څخه برخمن کړئ.

د علماء کرامو د صحبت څخه استفاده وکړئ او د اسلامي ثقافت مضامینو  څخه کاملا فایده واخلئ.

د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر څخه خوند واخلئ ، کم ازکم خپله او پخپلو بچیانو باندې یی په ټول عمر کې دري ځله د جیدو علماء کرامو څخه د قرآن کریم تفسیر وکړئ.

په واقعي دین ځانونه خبر کړئ او د غیر شرعي کلتورونو ، رواجونو، کړنو، ویناوو او عقائدوڅخه ځانونه وساتئ.

بناءً د اسلامي ثقافت مضامین، د لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې، د اسلام د مبارک دین د ارزښتونو د ساتنې، څارنې او پلي کېدو په پار، رامنځته شوي دي؛ ترڅو ځؤان او کادري کهول له خپلو لؤړو ارزښتونو، پخو او اصیلو موخو سره، په نه شلېدونکي تار سره پیؤند وساتي، چې په پایله کې د هر بېګانه، عقدؤي، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او نظامي یرغل او ښکېلاک پر وړاندې ویښ، مبارز او خپلو ارزښتونو ساتونکي پاتې شي!

د اسلامي ثقافت څانګې اداري جوړښت او مسئولین

ګڼه

شهرت

دنده

ګرځنده شمیره

نوم

تخلص

علمي رتبه

۱

خیرالله

راشد

 نوماند پوهنیار

د اسلامي ثقافت د څانګې امر

0767108425

۲

سیدکریم شاه

کریمي

نوماند پوهنیار

استاذ

۰۷۴۵۰۶۸۲۳۶

۳

فضل الرحیم

مسرور

نوماند پوهنیار

استاذ

۰۷۷۶۲۰۳۱۵۱

۴

عصمت الله

قریشي

پوهنیار

استاذ

۷۷۱۱۸۵۵۶۵

۵

نظام الدین

حقبین

نوماند پوهنیار

استاذ

۰۷۶۷۳۷۵۹۱۰

۶

مفتي احسان الله

ماتردي

نوماند پوهنیار

استاذ

787543649

۷

عبدالرازق

هاشمي

نوماند پوهنیار

استاذ

۰۷۷۲۷۴۴۵۷۱

۸

خان محمد

منیب

پوهنیار

استاذ

۷۷۸۷۶۳۵۰۵

۹

محمد الر حمن

رحماني

پوهنیار

استاذ

93772009468

۱۰

سمیع الله

ایوبي

نوماند پوهنیار

استاذ

775768090

۱۱

مغفورالله

حزام

نوماند پوهنیار

استاذ

0784852978

۱۲

عید الرحمن

وهاج

پوهنیار

استاذ

772301385

۱۳

محمد غازي

روحاني

نوماند پوهنیار

استاذ

۷۷۵۴۱۷۹۲۰

۱۴

شاهين الله

اميرزي

نوماند پوهنیار

استاذ

۰۷۷۵۷۴۴۷۴۴

۱۵

فواد

ایمن

نوماند پوهنیار

استاذ

۷۶۷۷۹۵۳۷۷

۱۶

دلاورشاه

متقي

پوهنیار

استاذ

۷۷۱۵۲۶۶۵۱

۱۷

محمد امین

سعیدي

پوهنیار

استاذ

۷۷۵۴۱۵۷۶۰

۱۸

محمد انس

حمید

پوهنیار

استاذ

۷۷۵۶۴۴۷۹۰

۱۹

محمد رسول

راسخ

نوماند پوهنیار

استاذ

770305521

۲۰

محمد زالي خان

هاشمي

پوهنیار

استاذ

۷۷۵۱۲۸۱۲۲

۲۱

سید نورشاه

حسیني

پوهنیار

استاذ

۰۷۷۱۱۷۷۰۴۶

۲۲

ارمان الله

خلیل

نوماند پوهنیار

استاذ

۰۷۷۳۸۹۹۱۷۹

۲۳

زبیراحمد

مدني

نوماند پوهنیار

استاذ

۰۷۷۰۶۶۷۷۶۵

۲۴

احمدالله

احمد

نوماند پوهنیار

استاذ

۰۷۷۲۶۵۲۱۳۴

د اسلامي ثقافت څانګې د دايمي او قرار دادي استاذانو احصايوي ليست

ګڼه

د استاذانو نوعیت

استاذانو شمير

علمي رتبو په تفکيک

نوماند پوهنیار

پوهنيار

پوهنمل

پوهندوی

۱

رسمي استاذان

۲۴

16

8

 

 

۲

قرار دادی استاذان

۱۳

۰

۰

۰

۰

ټولټال

۳۷

۱۶

۸

 

 

 

 

پوهنځی: شرعیات

دیپارتمنت: اسلامي ثقافت


د اتو سمسترونو د مضامینو، کریډټونو، کوډونو لیست

شماره

مضمون او د کریډټ شمیر

د کریډیټونو شمیر

سمستر

د مضمون کوډ

1

د اسلام اعتقادي نظام

دوه کریډیټ

لومړی سمستر

SL.IC.0171

2

تلاوت او تجوید

یو کریډیټ

لومړی سمستر

SL.IC.0172

3

د اسلام عبادتي نظام

دوه کریډیټ

دویم سمستر

SL.IC.0273

4

سیرت او تاریخ

دوه کریډیټ

دویم سمستر

SL.IC.0274

5

د اسلام اخلاقي نظام

دوه کریډیټ

دریم سمستر

SL.IC.0375

6

د اسلام اجتماعي نظام

دوه کریډیټ

دریم سمستر

SL.IC.0376

7

تربیه فکري

دوه کریډیټ

څلورم سمستر

SL.IC.0477

8

ادیان او مذاهب

یو کریډیټ

څلورم سمستر

SL.IC.0478

9

د اسلام سیاسي نظام

دوه کریډیټ

پنځم سمستر

SL.IC.0579

10

د اسلام اداري نظام

دوه کریډیټ

پنځم سمستر

SL.IC.0580

11

د اسلام اقتصادي نظام

دوه کریډیټ

شپږم سمستر

SL.IC.0681

12

قرآن  او معاصر علوم

دوه کریډیټ

اووم سمستر

SL.IC.0782

13

اسلامي تمدن

دوه کریډیټ

اتم سمستر

SL.IC.0883