د شیخ زاید پوهنتون داخلي سرکونه په اساسي ډول جوړونې پروژه تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

szu_admin
خميس, فبراير 11 2021 11:35 صباحا
SZU Shaikh Zayed University Road reconstructed Cermoney

 تیره ورځ ناوخته (۱۳۹۹/۱۱/۲۲)د شیخ زاید پوهنتون د داخلي سرکونو په اساسي ډول د جوړونې پروژه د۴۶میلیونه ۳۱۹زره ۹۳۷ افغانیو په مالي لګښت د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د انکشافي بودجې څخه تمویل شوي وه، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې مراسمو کې د کلیوبیارغونې او پرمختیا وزیر ښاغلی پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، په ولسی جرګه کې د خوست خلکو استازیو غفارخان تڼی، ډاکټر موسی خاورین ، هلمند هلمند، د خوست ولایت والي جنرال مهمند کټوازی، د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، د پوهنتون استادان او قومي مشرانو د یادې پروژې د پټۍ پریکولو په مراسو ګډون درلود.

ه ورځ ناوخته (۱۳۹۹/۱۱/۲۲)د شیخ زاید پوهنتون د داخلي سرکونو په اساسي ډول د جوړونې پروژه د۴۶میلیونه ۳۱۹زره ۹۳۷ افغانیو په مالي لګښت د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د انکشافي بودجې څخه تمویل شوي وه، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې مراسمو کې د کلیوبیارغونې او پرمختیا وزیر ښاغلی پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، په ولسی جرګه کې د خوست خلکو استازیو غفارخان تڼی، ډاکټر موسی خاورین ، هلمند هلمند، د خوست ولایت والي جنرال مهمند کټوازی، د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، د پوهنتون استادان او قومي مشرانو د یادې پروژې د پټۍ پریکولو په مراسو ګډون درلود.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلی پوهنمل حسین ګل اریوبي د کلیوبیارغونې او پرمختیا وزیر ښاغلي کریمي څخه د زړه له تله مننه وکړه چې په شیخ زاید پوهنتون کې د سرکونو په اساسي ډول جوړونې پروژې د پوهنتون بڼې ته فوق العاده ښکلا وروبښله او ښاغلي اریوبی له محترم وزیر صیب کریمي څخه پوهنتون ته د نورو انکشافي پروژو غوښتنه هم وکړه. د ولسي جرګې استازو له وزیر صیب څخه د مننې ترڅنګ د پوهنتون په اړه شویو وړاندیزونو ته د خاصي پاملرنې غوښتنه هم وکړه. د خوست والي کټوازي د کلیو بیا رغونې او پرمخیتا وزارت هغه وزارت یاد کړ چې دمګرۍ یې په خوست ولایت کې زیاتي پروژې ترسره کړې او یا یې چارې روانې دي. د استادانو له جملي څخه استاد پوهاند ډاکټربادشاه زار عبدالی او د استادانو اتحادیې مشر پوهنیارمهاجر سیال منګل په خپلو خبرو کې له ښاغلي کریمي څخه د استادانو د رهایشي کورونو لپاره د سرکونو او پاکو اوبو د سیستم د برابرولو غوښتنه وکړه.

szu road reconstructed cermoney

په پای کې ښاغلي وزیر صیب پوهندوی کریمي د پوهنتون ادارې ته ډاډ ورکړ، چې تر خپله وسه پورې به د دوی غوښتنو رسیده ګي وکړي. د مراسمو په پای کې د پوهنتون ادارې لخوا ښاغلي کریمي ته د ښو کړنو له امله ستاینلیک هم ډالۍ شو. د یادونې وړ ده چې د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزرات په پوهنتون کې د لمریزې برښنا په مرسته د اوبو پروژه هم تطبیق کړیده.

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS