په کادر کې د شمولیت په موخه له کاندیدانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه شیخ زاید پوهنتون کې واخېستل شوه

szu_admin
ثلاثاء, أغسطس 03 2021 10:47 صباحا
szu Proficiancy English Language test

نن ورځ دوشنبې( ۱۱/اسد/۱۴۰۰) د پکتیکا پوهنتون ادبیاتو پوهنځي دري او د کرنې پوهنځي باغدارۍ څانګې لپاره کادري بستونو ته له کاندیدانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخېستل شوه.

له یادې ازموینې څخه د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی شفیع ګل شفیقي د نظارت پر وخت ناستو کاندیدانو ته د ازموینې شفافیت او په پرچو کې د دقت په تړاو خبرې وکړې. پوهندوی شفیقي د ادبیاتو پوهنځي له کادري غړیو څخه مننه وکړه چې د ازموینې اخېستو په اړه یې تکلیف ګاللی دی.

szu Proficiancy English Language test

ازموینه د شيخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د همدې پوهنځی کادري غړیو لخوا واخېستل شوه ، چې پکې ۲۳ کاندیدانو برخه درلوده.

د یادونې وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون فلیال پوهنتونونو لپاره په کادري بستونو کې د شمولیت ازموینه په شیخ زاید پوهنتون کې اخېستل کیږي.

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS